اسعداباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د کونړ ځایي مسولین وایي، د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دیوهګل درې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګېدلی چې شاوخوا ۳۰ هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.
د کونړ ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسانالله احسان پژواک خبري اژانس ته وویل: «وړمه ورځ د څوکۍ ولسوالي اړوند دیوهګل درې لامکنده سیمې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګېدلی چې تر دې دمه یې شاوخوا ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی دی.»
هغه وویل، په ځنګل کې د اور د لګېدو لامل نه دی معلوم خو په خبره یې چې ډېر کله دغه ډول پېښې هلته د شپوڼکیانو د بېغورۍ له امله رامنځته کېږي.
د نوموړي په خبره، ولسي خلک او حکومتي مسوولین سیمې ته رسېدلي او اور یې په درېیمه ورځ مهار کړی دی.
هغه وویل: «سیمه ډېره لرې ده، هلته مخابراتي شبکې کار نه کوي، زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې د ولسي خلکو او حکومتي مسولینو له لوري اوسمهال اور مهار شوی دی.»
د یادولو ده چې له دې مخکې هم د کونړ په یو شمېر نورو سیمو کې د نښترو په ځنګلونو کې اورلګېدنې رامنځته شوې چې له امله یې لسګونه هکټاره ځنګلونه سوځیدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP