Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کونړ کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ شو.
د کونړ پېچ درې ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت یو پل جوړوي او نن یې عملاً کارونه پیل شول.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت ته له کابله د سترګو متخصصینو یوه ډله ورغلې وه او د نږدې ۳۵۰۰ کسانو د سترګو وړیا درملنه يې کړې ده.
د کونړ د ټرافیکو مدیریت وايي، نن سهار يې په دغه ولایت کې ۶۵۰۰ راسته لاس موټرو ته د اسنادو ورکولو بهیر پيل کړ.
. . .
د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې شپږ میاشتې مخکې دوو کورنیو خپله ۱۷ کلنه دښمني د قومي جرګې په منځګړتوب پای ته ورسوله او سوله یې وکړه چې اوس له یو بل سره په خوشحالۍ او ورورګلوۍ کې ارام ژوند کوي.
د کونړ چپې درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی له کلونو راهیسې د څښاک لپاره د ویالو له اوبو استفاده کوي چې له امله يې هر کال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
د کونړ یو شمېر کروندګر له حکومته غواړي چې د دوی للمي ځمکو ته د دغه ولایت له سینده کانال تېر کړي.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي دې په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د بیارغونې په موخه پيل شوې پروژې، بشپړې کړي.
کونړ کې روغتيايي سرچینې وايي، د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ملاریا اووه زره ۳۲۸ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې پنځه زره ۱۸۱ پېښې ثبت شوې وې.
کونړ کې مسوولین وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بحراباد او شونکړۍ سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه یې ور هواره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP