Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ ولایت د حیرتان بندر ګمرک کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تم ځای جوړولو چارې پیل شوې.
د مالیې وزارت وایي چې په خوست ګمرک کې د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو د تمځای جوړولو چارې پیل شوې.
مسوولین وایي چې د ننګرهار ولایت د نوي جوړېدونکي ګمرک د احاطې دېوال جوړېدو چارې د ۵۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې.
د پکتيا ګمرک مسوولین وايي، نن سهار يې ۴۰۰ پاکټه پټاکۍ چې له پاکستانه په یوه پیکاپ موټر کې راوړل کېدې، کشف او ترلاسه کړې دي.
د مالیې وزارت وایي، د پکتیا ګمرک یې له مرکز ګردېز څخه د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالۍ ګمرک ته لېږدولی دی.
د مالیې وزارت وایي، د کندهار د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کې یې پاکستان ته د ۶۵ المونیمي خښتو د قاچاق مخه نيولې ده.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې نن د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د وړم کال په پرتله د دغه ولایت د ګمرک عواید ۶۵ سلنه ډېر شوي دي.
د پکتيا ګمرک رياست مسوولين وايي، د تېر کال پرتله يې عوايد ډېر شوي او د روان کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا پنځه میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي دي.
د کندهار ګمرک مسوولین د سوداګرو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د درملو ګمرکي مراحل ژر نه ترسره کېږي او د ډېرې مودې لپاره په ګمرک کې بند پاتې وي.
د مالیې وزارت وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هرات ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارد افغانیو ته رسېدلي او دا کچه د تېر کال په پرتله ۶۸ سلنه ډېروالی ښيي.
د کندوز د شېرخان بندر ګمرک ریاست مسوولین د دغې ادارې د کمساري عوایدو خبر ورکوي او وایي، په تېرو ۱۶ میاشتو کې یې نږدې دوه میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن