Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ابو نصر فراهي ګمرک کې څلور هنګرونه جوړېږي

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳):د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د فراه ولایت ابو نصر فراهي ګمرک کې د ۷۱،۸ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد شمېر هنګرونو لګښت د دغه وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي او چارې به یې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، هر یو هنګر به په یوه وخت کې د ۵۰۰۰ مټریک ټنه توکو د ځایولو ظرفیت ولري او په جوړېدو سره به یې سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.