Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ازبېکستان د کرنې وزیر د افغانستان د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی د کرنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ازبېکستان ته ولاړ.
په کابل کې د ازبېکستان سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او ازبېكستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ١,١ ميليارد ډالرو ته رسېدلې او راتلونکی کال به دغه کچه دوه ميليارد ډالرو ته لوړه شي.
د ازبکستان ولسمشر ویلي چې په نړۍواله کچه د افغانستان له منزوي کېدو مخنیوی مهم دی او اسلامي امارت هم د هغه له یادو څرګندونو هرکلی کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ازبېکستان له سفیر سره د روغتیا برخه کې د همکاریو پراخولو او له دغه هېواده افغانستان ته د درملو او پرمختللو طبي تجهیزاتو واردولو په اړه خبرې کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ازبېکستان د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک سرپرست د ازبېکستان مرکزي بانک له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې له ازبېکستان سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ازبېکستاني چارواکو له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې تاشکند چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP