د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو» د نوم ایستلو احتمال له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د اړتیا له مخې څېړل کېږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اسلامي امارت استازي د تهران په ناسته کې ګډون نه دی او کومې ناستې چې د افغانستان په اړه جوړیږي، د نوو مکانیزمونو رامنځته کولو پر ځای دې پهکې له معمولي مکانیزمونو استفاده وشي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د ریاستالوزرا پر سیاسي مرستیال، دوو سرپرست وزیرانو او استخباراتو لوی ریاست پر سرپرست د سفر بندیزونه لرې کړي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، که اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د شانګهای همکاریو له سازمان سره د افغانستان د یوځای کېدو ملاتړ وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د هغه اقدام چې د ا.ا نوم یې د ترهګریزو ډلو له لېسته ایستلی هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو پر وړاندې د خنډونو لرې کېدو برخه کې مهم دی.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې اسلامي امارت پر افغانستان بشپړ کنټرول لري او دغه موضوع د مسکو لپاره ډېره مهمه ده.
د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، هغه اصناف چې کلنی پلور یې تر دوه میلیون افغانیو پورې وي د ثابتې مالیې له ورکړې معاف او له هغو اصنافو او کسبګرو چې کلنی پلور یې له یادې اندازې ډېر وي، د ۰،۵ سلنې پر ځای ۰،۳ سلنه مالیه اخیستل کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدارسیون د رهبرۍ، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې له ا.ا سره یې د اړیکو پراختیا په تړاو د سیاسي عزم څرګندونه کړې.
د روسیې ولسمشر له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول اړین وبلل او د اسلامي امارت ویاند هم ویلي چې د تعامل زمینې برابرول د سیمې په ګټه دي او د ثبات رامنځته کېدو سبب ګرځي.
د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست وایي، اسلامي امارت له نړۍ نور څه نه، یوازې دومره غواړي چې د دغه نظام په اړه دې ناسم قضاوت نه کوي او د هغه رښتينی انځور دې خلکو ته وړاندې کړي.
د افغانستان ا.ا رییسالوزراء، د چورلکې لوېدو پېښه کې د ایران د ولسمشر او ورسره کسانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې وایي چې ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله خواشیني دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، د هېواد هر وګړی کولای شي خپلې غوښتنې په زغرده له مسوولینو سره شریکې کړي او حکومت له توپیر پرته ټولو سیمو ته یو شان خدمات وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP