«تورخم کې بند پاتې افغانانو ته به خپل هېواد ته د تلو اجازه ورکړل شي»
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، پاکستاني لوري ډاډ ورکړی، هغو افغان کډوالو ته به ډېر ژر خپل هېواد ته د تلو اجازه ورکړي چې تورخم کې بند پاتې دي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، پاکستاني لوري ډاډ ورکړی، هغو افغان کډوالو ته به ډېر ژر خپل هېواد ته د تلو اجازه ورکړي چې تورخم کې بند پاتې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) وایي، د ۲۰۲۳ - ۲۰۲۵ کلونو لپاره یې يو ستراتیژیک چوکاټ جوړ کړى چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان لومړیتوبونه په ګوته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو او هلته د ځای پر ځای کولو تړون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر ډسمبر میاشتې وغځاوه.
د اسټرالیا یوې محکمې ویلي چې د دغه هېواد پر یوه سرتېري «بېن رابرټس سمېټ» په افغانستان کې د څلورو کسانو د وژلو لګول شوی تور رښتیا دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانانو، په ځانګړي ډول د بېخایه شوو او بېرته راستنېدونکو د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی دی.
افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي، دغه سازمان خپل له ۵۰ ډېر شریکان هڅولي څو له افغانانو سره روغتیايي مرستې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هغو ۱۸ افغانانو مړي چې اروپا ته پر ناقانونه لارو د تګ پر مهال په بلغاریا کې یې ژوند له لاسه ورکړی وو، نن سهار کابل ته راولېږدول شول.
اوچا وايي، لوګزامبورک له افغانانو سره د مرستو په موخه د بشري مرستو صندوق ته ۳۵۰ زره یورو ورکړي دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي، پر شرایطو برابرو افغان کډوالو لپاره چې د تخلیې پروګرام کې د بشردوستانه ویزو (Humanitarian Parole) له لارې راغلي، دوه کلنه ویزه بیا تمدیدوي، څو دغه افغانان وکولای شي چې په امریکا کې په قانوني توګه ژوند او کار وکړي.
د خوړو نړۍوال سازمان (ډبليواېفپي) وایي، په راتلونکو شپږو مياشتو کې له اړو افغانانو سره د بېړنيو مرستو لپاره ۸۰۰ ميلیون ډالرو ته اړتيا لري.
د کډوالو چارو سرپرست وزير له کاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په زور د افغانانو له ايستلو ډډه وکړي او هم دې له اصولو سره سم حقوق ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، بلجيم په افغانستان کې له اړو کسانو سره درې میلیون یورو مرسته کوي.
د اروپایي ټولنې شارژدافیرې، د افغانستان د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ټولنه د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او دغه بهير بايد سياسي نه شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې افغانانو او ټولو بهرنيانو ته چې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړی چې د روان زېږديز کال تر پایه له دغه هېواده ووځي. د پاکستان…
تېره شپه سلګونو افغانانو د لندن په لوېدیځ «ساوت هال» سیمه کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ اخیستو د ۱۰۳مې کالیزې په مناسبت جشن نیولی و.
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې(UNDP) مشر وایي، افغانستان له ننګونو سره سره په ناهیلي حالت کې نه دی او دغه اداره یې هم د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې راتلونکې اونۍ افغانانو ته د ویزې ورکول پیلوي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندولو سره افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته کوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، حکومت غواړي هغه عوامل له منځه یوسي چې له مخې یې خلک د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.
د چارو ځيني شنونکي د هېواد پر مسايلو د خبرو لپاره د جوړېدونکې غونډې لپاره هڅې ښه اقدام بولي او وايي، دا غونډه به هغه مهال ښې پايلې ولري چې ټول افغانان پکې ځان وويني.
د امریکا حکومت وایي، له هغو افغانانو چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته په کوزوو کې د «بوندسټیل» په نوم د امریکا پوځي اډې ته لېږدول شوي- ۱۶ کسان امریکا ته د تلو پر شرایطو برابر نه دي.
په تورخم کې افغان چارواکي وايي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی، هغه افغانان چې د اسنادو نه درلودو له امله په دغه هېواد کې بند پاتې دي، ټولو ته به د نن ورځې په اوږدو کې د تذکرو له مخې له پولې د رااوښتو اجازه ورکړل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي رپورټر په افغانستان کې د خپلې څارنې، څېړنې او حساب ورکونې پر دوام ټینګار کړی او د افغانانو د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه.
چارواکي وايي، پاکستاني لوري سره د افغان مسوولینو د ناستې په پایله کې هغې غاړې ته د ایسارو افغانانو لومړۍ ډله هېواد ته راستنه شوه.