ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه

پاکستان قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه

author avatar
14 Nov 2022 - 17:51
پاکستان قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه
author avatar
14 Nov 2022 - 17:51

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې افغانانو او ټولو بهرنيانو ته چې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړی چې د روان زېږديز کال تر پایه له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، هغه بهرنیان چې په دغه هېواد کې یې د ویزو موده پای ته رسېدلې، خو لا هم په کې پاتې دي، ویزې او قانوني اسناد دې واخلي او یا دې ووځي.

د سرچینې په وینا، که دغه کسان د روان میلادي کال د ډيسمبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې مخکې له پاکستان څخه ونه وځي، وروسته په درې کاله بند محکومېدلای شي.

په ورته وخت کې، د «سي‌بي‌سي» په نوم یوې رسنۍ هم خبر ورکړی چې دې پرېکړې هغه افغانان چې په پاکستان کې کاناډا ته د تلو انتظار باسي، اندېښمن کړي دي.

په افغانستان کې د تېر کال په اګست کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته زرګونه افغانان پاکستان ته تللي او هلته نورو بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره انتظار دي.

Visits: 950

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.