Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د مخکني حکومت د ړنګېدو پر مهال، له افغانستانه ازبکستان ته د لېږدول شویو چورلکو له جملې اووه بلکهاک چورلکې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر پر کاناډا او مکسیکو نوې لګولې تعرفې د ۳۰ ورځو لپاره ځنډولې، خو پر چین لګول شوې تعرفې بيا پر خپل ځای دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که هېوادونه له امریکا سره د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل غواړي نو دغه بهیر دې د امریکایي زندنیانو په خوشي کولو پیل کړي.
د کاناډا لومړي وزیر ویلي چې د امریکا له لوري د سوداګریزو تعرفو وضع کېدو په صورت کې به دغه هېواد بېړنی او قاطعانه غبرګون وښيي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په فیلادلفیا کې یوه وړه الوتکه لوېدلې چې له امله یې څو کورونو اور اخیستی دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې، ټول هغه غیرامریکایي وګړي او محصلین چې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې یې برخه اخیستې ده، له دغه هېواده ایستل کېږي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو کې یوه مسافروړونکې الوتکه له یوې چورلکې سره جنګېدلې او د پوټامیک سیند ته لوېدلې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر له لوري پر مرستو د بندیز له امله د څه باندې ۴۰ زره هغو افغانانو الوتنې ځنډول شوې چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو(SIV) پروګرام له لارې منل شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د فرمان له صادرېدو وروسته د امریکا پوځي الوتکو په دغه هېواد کې د نیول شوو غیرقانوني کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسرائیل او مصر ته له نظامي مرستو پرته، د دغه هېواد د ټولو بهرنیو مرستو پروژې درول کېږي.
د امریکا نوی ولسمشر وايي چې هېواد یې د ناټو له غړو ساتنه کوي، خو هغوی د امریکا ساتنه نهکوي.
د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د امریکا نوي ولسمشر ته ویلي، هېواد یې هوډ لري چې راتلونکو څلورو کلونو کې امریکا کې ۶۰۰ میلیارد امریکايي ډالر پانګونه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP