Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
. . .
اټلانټا (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نصیبې ویلي چې امنیت شورا به درې اونۍ وروسته
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ته په غبرګون کې ویلي، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز د افغانستان کورنۍ مسله ده، خو د افغان ښځو حقونو ته ژمن دي او په ډاګه کوي چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړای شي.
ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د دغه سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه د یوه پرېکړهلیک تصویبولو لپاره رایه اچونه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر دندو له بندیز وروسته ټاکل شوې چې د دغه سازمان امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا ناسته وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د کابل ښار ملک اصغر څلورلارې برید غندي او وايي، ترهګري چې په هره بڼه وي په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان له سرمنشي څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه یوه سمه ارزونه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.
یوناما د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې خبر ورکړی او ویلي دي، ټاکل شوې چې په دې ناسته کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا خبرې وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو ماموریت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد به افغانستان ته د خپل وروستي سفر راپور ورته وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP