Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غزنيښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېته ۱۴۰۴): د غزني یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت په ښوونځیو کې ښوونکي کم دي چې
د غزني ولایت د مرکز اړوند د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وایي چې لا هم په خپلو ورځنیو چارو کې له شخصي برېښنا ګټه اخلي چې په لوړه بیه ورته تمامېږي او غوښتنه کوي چې وارداتي برېښنا دې ورکړل شي.
د غزني مرکز کې د کډوالو د «البیروني ښارګوټي» اوسېدونکي شکایت کوي چې خپلو ځمکو کې د ودانیزو چارو او د کورونو جوړولو اجازه نه ورکول کېږي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د تېرو جکړو پر مهال د دوی ویجاړ شوي کورونه او دوکانونه ورته ورغوي او د لومړنیو خدماتو رسولو برخه کې دې هم پاملرنه ورته وکړي.
د تخار د چاهاب یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ سړکونه خراب دي، کلینیکونه او ښوونځي یې ودانۍ نه لري او له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د کانونو عواید دې دوی ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ولګېږي.
کونړ کې فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې دغو ولسوالیو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او زیاتوي چې له هر ډول پرمختیایي چارو بېبرخې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بغلان د اوو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې له پلخمري ښار سره د ولسوالیو نښلوونکې لارې خرابې دي او ان ځيني وخت بېړني ناروغان یې روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د پکتیکا مرکز ښرنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې ښار کوچنی دی، ډېری سړکونه يې خام دي او د ژوند کولو لپاره لومړنۍ اړتياوې په کې نه دي برابرې شوي.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته په لس کیلومترۍ کې د بست تاریخي کلا ته غځېدلی اته کلیومتره سړک د یوه ځايي اوسېدونکي له لوري په شخصي لګښت رغول کېږي چې اوسمهال یې د هوارولو او جغلاچونې چارې روانې دي.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ښار کې بېنظمۍ ډېرې شوې او غوښتنه کوي چې مسوول چارواکي باید جدي پاملرنه ورته وکړي.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په پای اسکان سیمه کې د هلمند پر سیند په خپل شخصي لګښت معیاري پل جوړوي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له مرکز مهترلام سره د دې ولسوالۍ نښلېدونکی سړک خراب دی چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP