غزني (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ): د غزني مرکز کې د کډوالو د «البیروني ښارګوټي» اوسېدونکي شکایت کوي چې خپلو ځمکو کې د ودانیزو چارو او د کورونو جوړولو اجازه نه ورکول کېږي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د غزني ولایت په مرکز کې شاوخوا شل کاله مخکې کډوالو ته د «البیروني» په نوم ښارګوټی جوړ او خلکو ته پهکې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه، خو واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو را وروسته پهکې چاته د ودانیزو چارو او کورونو جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.
د یاد ښارګوټي د اوسېدونکو یوه استازي حاجي فهیم پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شلو کلونو راهیسې دغه ښارګوټي کې ګڼ شمېر کسانو کورونه جوړ کړي، خو اوس اسلامي امارت هیچاته د کورونو جوړولو اجازه نه ورکوي او په خبره یې چې دغې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ښارګوټي یوه بل قومي مشر حاجې حیات وویل، ښارګوټي کې شاوخوا اته زره استوګنیزې نمرې وېشل شوې چې خلکو پهکې کورونه، مارکېټونه او ودانۍ جوړې کړې او میلیونونه افغانۍ پهکې مصرف شوې دي او زیاتوي که نورو ته د ودانیزو چارو د پیل اجازه ورنهکړل شي، اوسېدونکي او ځمکو مالکان به له سختو مالي زیانونو او ستونزو سره مخ شي.
ورته مهال، د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ښارګوټي د ودانیزو چارو بندېدو، د ودانیزو موادو په بازار هم منفي اغیز کړی او ګڼ شمېر خلک چې دغه ښارګوتي کې په کار بوخت وو اوزګار کړي دي.
خو د دغه ولایت سیمهییز مسوولین وايي چې ښارګوټي کې یې ودانیزې چارې د غصب د مخنیوي په موخه درولې دي.
د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیا مېشتېدني امر دورمحمد کاکړ پژواک ته وویل، یاد ښارګوټي کې ځینې نمرې، شنې سیمي، پارکونه، د ښوونځیو، جوماتونو، دارالیتامونو او نورو ټولګټو سیمو یوه اندازه ځمکې د غاصبینو له خوا نیول شوې دي.
هغه وویل، تر هغه چې یاده موضوع په بشپړه توګه نه وي څېړل شوې، هیچاته به د کار اجازه ورنهکړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د ولايت د پرېکړي پر اساس، د دې ستونزې د هواري په موخه يو کمېسيون جوړ شوی چې تر راتلونکو دوو یا درېیو میاشتو پوري به یې د غصب ستونزه حل او د کار اجازه به ورکړل شي.
همدارنګه، د غزني ښاروالي سکټوري امر فضلاحمد مدني وویل، یاد ښارګوټی اوس د ښار په یوه ناحیه بدل شوی چې د غصب د ستونزې له امله پهکې ښاروالي خلکو ته هیڅ ډول خدمات نشي وړاندې کولی.
د یادونې ده، په البیروني ښارګوټي کې اووه زره ۷۵۰ نمرې ځمکه په قانوني ډول کډوالو ته وېشل شوې چې ځینو پهکې کورونه او نورې ودانیزې چارې ترسره کړې او ځینې لا هم نیمګړې پاتې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP