ترینکوټ (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د تېرو جکړو پر مهال د دوی ویجاړ شوي کورونه او دوکانونه ورته ورغوي او د لومړنیو خدماتو رسولو برخه کې دې هم پاملرنه ورته وکړي.
د چارچینو ولسوالۍ د بازار یوه اوسېدونکي لعلمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال یې کور د جنګ لومړۍ کرښه و، څو ځلې د دواړو خواوو له لوري لاس په لاس شو چې په بشپړه توګه له منځه تللی او اوس یې د بیارغونې توان نه لري.
هغه زیاته کړه: «په سیمه کې د امن له راتلو وروسته بېرته خپل کور ته راستون شوم، خو په کنډواله بدل شوی و.»
د نوموړي په خبره، څه باندې درې کاله کېږي چې په یوه ویجاړ شوي کور کې ژوند کوي.
ورته مهال، د چارچینو یوه بل اوسېدونکي او هټۍوال رازمحمد وویل، د تېرو جګړو له امله د ولسوالۍ بازار ته ډېر زیان اوښتی دی.
هغه زیاته کړه، د بازار هټۍ څو ځلې ونړېدې او توکي به یې له منځه ولاړل خو ځينې هټۍ لا هم هماغسې ویجاړې پاتې دي.
د رازمحمد په خبره: «د ولسوالۍ بازار هم څلور کاله د جګړې لومړی کمربند و، هيڅوک خپل دوکان ته نه شوای راتللی.»
یاد کسان غوښتنه کوي چې حکومت دې د ویجاړو کورونو او دوکانونو په بیارغونه کې مرسته ورسره وکړي.
دغه راز، د دې ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وايي، په خپلو سیمو کې لومړنیو خدماتو د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غوښتنه کوي دغو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د معیاري او مجهز روغتون نشتوالی، د عمومي سړک خرابوالی، د ښوونځيو کمښت او د پاکو اوبو د منظم سیستم نه درلودل د دې ولسوالۍ د خلکو عمده ستونزې یادیږي.
د چارچینو د اوشي سیمې اوسېدونکي عبالهادي وویل، د ولسوالۍ بازار کې یوازې یو روغتیايي مرکز دی چې په خبره یې، د خلکو اړتیا نه شي پوره کولای.
هغه زیاته کړه: «عادي ناروغ د ولایت روغتون ته انتقالوو؛ ځکه په ولسوالي کې یې درملنه ناشونې ده.»
دغه راز د سنګو سیمې اوسېدونکی میراجان له حکومته غواړي چې په دې ولسوالي کې دې ښوونځي جوړ، د څښاک پاکو شبکې فعالې او مرکز ترینکوټ ته غځېدلې سړک دې ورغول شي.
په همدې حال کې ولایتي مسوولین هم د چارچینو ولسوالۍ د خلکو ستونزې مني او ډاډ ورکوي چې رسېدنه به ورته وکړي.
د اروزګان والي مولوي عنایتالله شجاع پژواک خبري اژانس ته وویل: «د چارچینو ولسوالۍ د خلکو بېلابېلې ستونزې مو له مرکز سره شریکې کړې دي.»
هغه زیاته کړه، هغه ستونزې چې په ولایت مقام پورې تړاو لري، پاملرنه ورته شوې او هغه چې په اړوندو وزارتونو پورې اړه لري، تر مسوولینو یې رسولې دي.
هغه ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به یې یو شمېر ستونزو ته رسېدنه وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP