Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
انجه (هنګ) طبیعي بوټی دی چې د سپینو زرو په نامه هم یادېږي؛ په دې وروستیو کې په بادغیس ولایت کې د هغو کروندګرو شمېر ډېر شوی چې د دغه بوټي کرلو ته يې مخه کړې، هغوی په دې برخه کې له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
د بادغیس د ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز قلعه نو ښار ته د غځېدلو لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته دې برخې ته پاملرنه غواړي.
اقتصادي بېوزلي په بادغیس کې د کارګرو ماشومانو د ډېرېدو لامل شوی او سلګونو ماشومانو د قلعه نو په لارو او کوڅو کې کثافاتو راټولولو ته مخه کړې ده.
په بادغیس کې د ناروغانو ځیني پایوازان داسې مهال د روغتیايي خدمتونو له عرضې، په ځانګړې توګه د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتونه شکایت کوي چې مسوولین دغه ادعا په کله ردوي.
د بادغیس ولایت اوسېدونکي داسې مهال مستحقینو ته د مرستو پر نه رسېدو نیوکه کوي چې په دې وروستیو کې د مرستندویه ادارو پام خلکو ته ډېر شوی او هره ورځ نغدي او غیر نغدي مرستې پرې وېشي.
د بادغیس سیمه ییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې په څلورو ترافیکي پېښو کې څلور تنه ټپیان شوي دي.
. . .
د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار ښځینه مارکېټ چې لسګونه ښځې په کې کار کوي، وروسته له اوو میاشتو بندېدو، بېرته فعالیت پیل کړی، هټۍ والې د مارکېټ بیا فعالېدو ته خوښې دي خو د عوایدو له کمېدو شکایت کوي او د ملاتړ غوښتونکې دي.
مسوولین او سیمه ییز چارواکي په باغیس ولایت کې د یوې ښځې او په غور کې د دوو سړیو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي چې یو کس یې د خپلې مېرمنې وژلو په تور نیولی دی.
روغتیايي مسوولین او د بادغیس اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ نښې په ډېرو خلکو کې لیدل کېږي، اړتیا ده چې په دغه ولایت کې د کرونا ځانګړی روغتون بېرته فعال شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP