Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بادغیس روغتیایي مسوولین د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیقولو لړۍ د دوام خبر ورکوي او له خلکو غواړي څو په داوطلبانه ډول راشي او واکسین ولګوي.
د بادغیس اوسېدونکي د څاهګانو او ځمکې لاندې اوبو د کښته کېدو او وچېدو له امله اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې په خپلسري ډول د څاهګانو کېندلو او له اوبو څخه د بې کچې استفادې مخه ونیسي.
که څه هم د قیلون په ګډون د دخانیاتو کارول د انسان روغتیا ته زیان رسوي خو په دې وروستیو کې په بادغیس کې ډېرو ځوانانو دغه کار ته مخه کړې ده.
قلعهنو (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې د دوو دولتي انسټیټیوټونو یو شمېر محصلان د خپلو درسونو له درېدو شکایت لري او له
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له فقر او بېکارۍ نه شکایت لري او د اسلامي امارت له مسوولینو د کار غوښتنه کوي چې مسوولین په دغه ولایت کې د بېکارۍ ختمولو په برخه کې د ځینو تدابیرو خبره کوي.
د بادغیس اوسېدونکي په دغه ولایت کې، په وروستیو ۲۰ کلونو کې د ښاري ماسټر پلان په سم ډول نه پلي کېدو له امله شکایت لري او د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
په بادغیس کې د هوا تودوخې درجې په لوړېدو سره د دغه ولایت خلک اندېښمن دي چې ښايي د کرونا مثبتې پېښې هم ورسره ډېرې شي.
قلعهنو (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. د
په بادغیس ولایت کې یو شمېر په رواني او عصبي ستونزو اخته کسان په دغه ولایت کې د رواني ناروغیو درملنې د دولتي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې دغه ستونزه د دې لامل شوې څو د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ولاړ شي.
د بادغيس اوسېدونکي داسې مهال د قيصار- لامان حلقوي سړک د جوړېدو چارې د نه بشپړېدو له امله شکایت کوي چې حکومتي چارواکي وايي، هڅه کوي څو د یاد سړک جوړولو کارونه بېرته پیل کړي.
د بادغیس اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د تفریحي پارکونو له نشتوالي شکایت لري او دې برخې ته د مسوولینو پاملرنه غواړي.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې واکسیناتورانو ته د ۴۸ موـرسایکلونو وېشلو خبر ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP