ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د دوو انسټیټیوټونو محصلان د درسونو د بېرته پیلېدو غوښتنه کوي

بادغیس کې د دوو انسټیټیوټونو محصلان د درسونو د بېرته پیلېدو غوښتنه کوي

author avatar
23 Jul 2022 - 17:40
بادغیس کې د دوو انسټیټیوټونو محصلان د درسونو د بېرته پیلېدو غوښتنه کوي
author avatar
23 Jul 2022 - 17:40

قلعه­‌نو (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې د دوو دولتي انسټیټیوټونو یو شمېر محصلان د خپلو درسونو له درېدو شکایت لري او له حکومته غواړي چې د دغو دوو انستیټیوټونو پرانیستلو برخه کې دې ژر تر ژره لاس په کار شي.

د یادونې ده چې په بادغیس ولایت کې دوه دولتي انسټیټیوټونه (کرنه؛ اداره او حسابداري) شتون لري چې ۲۳۰ نجونو زده‌کړې پکې کولې، خو د تېر نظام له پرځېدو راهیسې د دواړو درسونه درېدلي دي.

د نجونو پرمخ د دولتي او خصوصي پوهنتونو له پرانیستي سره سره، لاهم په بادغیس ولایت کې د محصلانو پرمخ د دوو انستیټیوټونو دروازې تړلې دي.

په یاد ولایت کې یو شمېر محصلانې خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او وايي چې په یوه نامعلوم وضعیت کې ژوند کوي.

په بادغیس ولایت کې د ادارې او حسابدارۍ انستیټیوټ د ادارې او مدېریت څانګې د دویم سمستر محصله فوزیه، د دغه انستیټیوټ د درسونو درېدو ته اندېښمنه ده.

نوموړې وايي: «ډېره راته ځورونکې ده؛ تقریبا یو کال وشو چې د انستیټیوټ دروازې مو پرمخ بندې دي.»

فوزیه د انستیټیوټونو تړل کېدل او له تحصیله د نجونو پاتې کېدل له کړاوه ډک بولي او له مسوولینو غواړي چې د پوهنتونونو په څېر د انستیټیوټونو دروازې هم د نجونو پرمخ پرانیزي.

هغه وايي، له کمزوري اقتصاد او په ټولنه کې له ټولنیزو ستونزو سره سره ۱۲ کاله ښوونځي ته تللې او اوس غواړي چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، خو د انستیتیوټ د تړل کېدو له امله یې ښايي دغه هیله پوره نه شي.

نوموړې زیاتوي: «له اسلامي امارته غواړو چې د انستیتیوټ دروازې دې زموږ پرمخ پرانیزي، څو موږ هم چې د دغې ټولنې یوه برخه یو، خپل تحصیل ته دوام ورکړو.»

بي­بي ګل چې تازه یې د بادغیس د کرنې انستیټیوټ لومړی سمستر پیل کړی و، په هېواد کې له تحول سره ان یوه ورځ هم و نه توانېده چې هلته ولاړه شي او د تحصیل د دوام آرمان یې په زړه کې پاتې دي.

د نوموړې پر وینا، نجونې هم حق لري چې د تحصیل لوړو پوړیو ته ځان ورسوي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دا زیاتوي، اوس چې په نورو ولایتونو کې د لوړو او نیمه عالي زده‌کړو مرکزونه پرانیستي دي، خو په بادغیس کې د انستیټیوټونو درسونه درېدلي دي چې محصلان او کورنۍ یې ورته اندېښمن دي.

بي­بي ګل له اسلامي امارته غواړي: «پرېږدئ چې موږ هم زده‌کړې وکړو؛ ځکه علم پر نارینه او ښځه فرض دی او له دیني پلوه یې پر وړاندې هېڅ خنډ نشته.»

په ورته وخت کې د پوهنتون استاده عادله کبیري وايي چې د نجونو پرمخ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو تړل کېدل به جدي رواني او روحي زیانونه ولري.

د کبیري پر وینا، د دغه بهیر درېدل د هیچا په ګټه نه دي او نه یوازې ښځې، بلکې ټوله ټولنه اغېزمنوي.

نوموړې هیله‌منه ده چې ژر تر ژره دغه ستونزه حل شي او د انستیتیوټونو محصلانې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړه: «ښځې او نجونې چې د دغې ټولنې یوه برخه ده، زده‌کړو ته جدي اړتیا لري، د دغو بنسټونو تړل کېدل به د ټولنې د هیڅ وګړي په ګټه نه وي.»

له دې ټولو سره سره، محمدعوض غیرت چې په بادغیس کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر دی، وايي چې د نجونو پرمخ د انستیتیوټونو د دروازو د پرانیستو په برخه کې د امیرالمومنین امر ته په تمه دي.

د غیرت پر وینا، تر اوسه دوی ته داسې کوم کتبي یا شفاهي امر نه دی ورکړل شوی چې د نجونو پرمخ د انستیټیوټونو دروازې پرانیزي.

خو نوموړی وايي، ښايي ډېر ژر په دې اړه پرېکړه وشي.

هغه زیاتوي: «تر اوسه امیرالمومنین داسې امر نه دی ورکړی چې نجونې دې د راتګ اجازه ولري، په بادغیس ولایت کې دوه دولتي انستیټیوټونه شته دي چې په ټوله کې ۲۳۰ نجونې پر زده کړو پکې بوختې وې.»

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په هرات ولایت کې هم د انستیټیوټونو دروازې د نجونو پرمخ پرانیستې دي او د دوې د زده کړو پروړاندې کوم خنډ نشته دی.

Visits: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.