ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تودوخې زیاتوالی؛ د بادغیس خلک د کرونا پېښو احتمالي ډېرېدو ته اندېښمن دي

د تودوخې زیاتوالی؛ د بادغیس خلک د کرونا پېښو احتمالي ډېرېدو ته اندېښمن دي

author avatar
30 Jun 2022 - 15:32
د تودوخې زیاتوالی؛ د بادغیس خلک د کرونا پېښو احتمالي ډېرېدو ته اندېښمن دي
author avatar
30 Jun 2022 - 15:32

قلعه‌­نو (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): په بادغیس کې د هوا تودوخې درجې په لوړېدو سره د دغه ولایت خلک اندېښمن دي چې ښايي د کرونا مثبتې پېښې هم ورسره ډېرې شي.

په دې ورځو کې بادغیس د ګرمۍ له نسبتاً سختې څپې سره مخ دی او تودوخه پکې د سانتي ګراد ۴۳ درجې ته رسېدلې ده.

د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د هوا په ګرمېدو او سړېدو سره د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ډېرېږي.

اوس د بادغیس ولایت ځيني اوسېدونکي د مسؤولینو د نه پاملرنې او د ځینو کسانو له لوري د روغتیايي ټکو نه مراعاتولو له امله اندېښمن دي او وايي، ښايي د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شي.

د قلعه­نو ښار یوه اوسېدونکي محمدیار پژواک ته وویل: «د تودوخې درجه ډېره لوړه شوې، په تېرو دوو کلونو کې مو ولیدل چې د هوا په ګرمېدو سره به د کرونا مثبتې پېښې زیاتېدې، ډارېږم چې بیا دغه پېښې ډېرې نه شي.»

نوموړي د حکومت، په ځانګړې توګه د روغتیا برخې پر مسؤولینو نیوکه وکړه ویې ویل، د بادغیس د عامې روغتیا له لوري خلکو ته د کرونا ناروغۍ په اړه هيڅ خبرداری نه ورکول کېږي او دې برخې ته یې هيڅ پام نه دی کړی.

نوموړی زیاتوي، خلک هم روغتیايي ټکو ته پام نه کوي چې دا اندېښمنوونکې ده.

هغه زیاته کړه: «خلک په دې ورځو کې کرونا ته اصلاً هیڅ پام نه کوي؛ ماسک نه کاروي او دولت هم په دې اړه هيڅ تبلغات نه کوي، دا کار د دې لامل کېږي چې کرونا له خلکو قربانې واخلي.»

په ورته وخت کې د بادغیس د مرکز قلعه­نو ښار یو بل اوسېدونکی عبدالعزیز وايي، د کرونا ناروغي باید جدي وګڼل شي، که نه په دې ګرمه هوا کې ښايي ډېر کسان پرې اخته شي.

د نوموړي په وینا، د بادغیس د عامې روغتیا ریاست هم باید د کرونا په اړه د عامه پوهاوي او دغه راز د درملنې مرکزونو ته د امکاناتو په برابرولو سره د دې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې هڅې وکړي.

دی زیاتوي: «خلک باید ماسک وکاروي، له ګڼې ګوڼې ځان وساتي او دولت هم باید په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي څو پر دې ناروغۍ اخته نه­شي.»

د قلعه­نو روغتون یو ډاکټر محمدیعقوب سینا هم وايي چې د تودوخې درجې په لوړېدو سره ښايي د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شي؛ هېوادوال باید روغتیايي سپارښتنې په پام کې ولري.

هغه زیاته کړه: «کرونا یوه خطرناکه ناروغي ده چې د تنفس له لارې له یوه انسان څخه بل انسان ته لېږدول کېږي، دغې ناروغۍ تر اوسه ډېر کسان له منځه وړي دي. د دې لپاره چې موږ پر دې ناروغۍ اخته نه شو، باید له ګڼې ګوڼې او تجمعاتو ځان لرې وساتو، ټولنیز واټن مراعات کړو، خپل لاسونه ومینځو، ماسک وکاروو څو پر دې ناروغۍ اخته نه شو.»

له دې ټولو سره سره د بادغیس د عامې روغتیا رییس مولوي محمدآصف قانت وايي: «که څه هم چې د دوی ادارې په دې برخه کې خلکو ته اړینې لارښوونې او معلومات وړاندې کړي، خو هیڅوک یې نه مراعاتوي.»

د مولوي قانت په وینا، د دغه ریاست روغتیايي ټیمونه تل د جوماتونو، منبرونو، ښوونځیو او مدرسو له لارې په دې برخه کې خلکو ته معلومات ورکوي.

هغه زیاته کړه: «که څه هم د بادغیس عامې روغتیا خلکو ته په دې برخه کې معلومات ورکړي خو دوی یې نه مراعاتوي او په راتلونکي کې هم ځیني پلانونه شته څو خلکو ته په ښه او ډېره پیمانه معلومات وړاندې کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ناروغي خپلو بېلابېلو پړاوونو ته رسېدلې او هره ورځ په ټوله نړۍ کې له خلکو قرباني اخلي؛ که څه هم دا موضوع خلکو ته عادي شوې، خو د بدو پایلو او زیانونو په اړه یې باید بې پروا ونه اوسو.

Visits: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.