ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فقر او بېکاري؛ د بادغیس خلک کار غواړي

فقر او بېکاري؛ د بادغیس خلک کار غواړي

author avatar
13 Jul 2022 - 15:42
فقر او بېکاري؛ د بادغیس خلک کار غواړي
author avatar
13 Jul 2022 - 15:42

قلعه‌نو (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له فقر او بېکارۍ نه شکایت لري او د اسلامي امارت له مسوولینو د کار غوښتنه کوي چې مسوولین په دغه ولایت کې د بېکارۍ ختمولو په برخه کې د ځینو تدابیرو خبره کوي.

د تېر کال د زمري میاشتې په ۲۴ د مخکني نظام له سقوط وروسته، نړۍوالې ټولنې افغانستان سره خپلې مرستې ودرولې او امریکا د افغانستان له ۹ میلیارد امریکايي ډالرو ډېرې پیسې یې کنګل کړې چې په پایله کې یې، د بادغیس ولایت په ګډون ټول هېواد کې فقر او بې‌کاري پراخه شوه.

د بادغیس ځيني اوسېدونکي له فقر او بې‌کارۍ څخه شکایت کوي.

د قلعه‌نو ښار یوه اوسېدونکي ګلاب‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، په هېواد کې له وروستیو بدلونونو سره ډېر ځوانان بې‌کاره شول او ډېر یې له همدې امله کډوالۍ ته مخه کړې ده.

د نوموړي په خبره، مخکې ډېرو ځوانانو کار او عاید درلوده، خو اوس د ډېرې بې‌کارۍ له امله کډوالۍ ته مخه کړې او سخت ژوند لري.

هغه چې د نظام له پرځېدو مخکې په یوه بهرنۍ موسسه کې کار کاوه، اوس بېکاره او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

نوموړی وایي: «زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې ځوانانو او خلکو ته دې د کار زمینه برابره کړي څو د ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیول شي او خلک یوه مړی ډوډۍ ولري.»

د بادغیس یو بل اوسېدونکی محمد ناصر وایي، بېکاري او بېوزلي د دې لامل شوې چې ځوانان له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د هغه په خبره، په هېواد کې د کار زمینه او عاید خورا ټيټې کچې ته رسېدلي او هغو کسانو چې کمزوری اقتصاد لره، اوس په ډېر خراب وضعیت کې دي.

نوموړي چې مخکې په یوې نادولتي موسسې کې دنده لرله او د مخکني نظام له پرځېدو وروسته یې خپل کار د موسسې د سقوط له امله له لاسه ورکړی، وایي: «هغه ځوانان چې د هېواد راتلونکی یې په لاس کې دی، اوس په بهرنیو هېوادونو کې یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده دي؛ زه هم که کار پیدا نه کړم، اړ یم چې ایران ته لاړ شم.»

هغه ځوانان د هېواد اساس او بنسټ وباله، زیاته یې کړه: «که ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه شي او د عاید سرچینه ونه لري، ښایي برخلیک یې له دې هم بدتر شي.»

خو له دې سره د بادغیس مسوولین د یادو ستونزو د تایید ترڅنګ وایي، د بادغیس ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست ځیني پروګرامونه پیل کړي چې ځینو خلکو ته د کار او عاید زمینه برابره شوې ده.

د بادغیس د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي تورجان خادمي وایي، د موبایل جوړونې، خیاطي، وړۍ اوبدنې، شیرني پزي او موټرسایکل جوړونې پروګرامونو په څېر پروګرامونه یې پیل کړي چې ډېرو ځوانان په دغو برخو کې روزل شوي او د کار بازار ته وړاندې شوي دي.

د خادمي په خبره، د یادو پروګرامونوپه پلي کولو سره ډېر ځوانان او کورنۍ د عاید خاوندان شوي او له فقر او کډوالۍ ژرغورل کېږي.

دی وایي، ځيني مرستندویه دفترونه هم د ځوانانو لپاره پروګرامونه لري چې په پلې کېدو سره یې د ځينو ستونزې هوارېږي.

نوموړي پرته له جزیاتو ورکولو وویل، ځيني پروګرامونه تر لاس لاندې دي چې بهر ته د ځوانانو د تګ مخه نیولې او هغوی ته د کار زمینه برابره شوې ده.

Visits: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.