ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د رواني درملنې مرکز نشتوالی؛ ناروغان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ځي

بادغیس کې د رواني درملنې مرکز نشتوالی؛ ناروغان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ځي

author avatar
22 Jun 2022 - 17:17
بادغیس کې د رواني درملنې مرکز نشتوالی؛ ناروغان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ځي
author avatar
22 Jun 2022 - 17:17

قلعه‌نو (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې یو شمېر په رواني او عصبي ستونزو اخته کسان په دغه ولایت کې د رواني ناروغیو درملنې د دولتي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې دغه ستونزه د دې لامل شوې څو د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ولاړ شي.

هغوی له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د دې ډول مرکزونو جوړولو په برخه کې ‎پاملرنه وکړي.

د قلعه‌نو اوسېدونکې منيژه – چې له شاوخوا درېيو کلونو راهيسې له رواني ستونزو کړېږي – وايي، په ولايت کې یې د رواني ناروغۍ د مرکز نه شتون له امله څو ځلې کابل ته تګ ته اړه شوې ده.

هغې زیاته کړه: «د بادغیس په ولایتي روغتون کې د دې برخې هیڅ متخصص نشته؛ له دولته غواړو څو موږ ته پاملرنه وکړي او د رواني ناروغانو درملنې لپاره یوه څانګه پرانیزي.»

يو بل رواني ناروغ محمداظهر وایي، له کلونو راهيسې پر دې ناروغۍ اخته دی او په بادغيس کې د رواني ناروغیو درملنې مرکز نشتوالي له امله اړ دی هرات ولايت ته لاړ شي.

هغه زیاتوي، لس کاله کېږي چې له دې ناروغۍ ځوریږي او د درملنې لګښت ورکولو توان هم نه لري.

نوموړي زیاته کړه: «ډاکترانو ویل چې شپږ میاشتې باید تر درملنې لاندې وې څو جوړ شې، خو نه هومره پیسې لرم چې هرات ته لاړ شم او درملنه وکړم او نه هم دلته کوم ځای شته چې لاړ شم، له دولته غواړم چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.»

په ورته مهال، په بادغیس ولایت کې په خصوصي برخه کې د رواني ناروغیو متخصص ډاکتر اسدالله رسولي وايي، په افغانستان کې جګړې او شته ستونزې ‎د دې لامل شوې څو د ډېرو خلکو روان ته زیان ورسېږي.

د ډاکتر رسولي په خبره، په هېواد کې د متخصصانو څېړنې ښيي چې بدو پېښو ډېر دروند زیان اړولی او هغه خلک چې د جګړې په سیمو کې یې ژوند کړی، له رواني ستونزو، فشار او اضطراب سره مخ دي.

هغه وايي، خراب اقتصادي وضعيت هم د دې لامل شوی څو خلک ونه شي کولای چې د رواني ناروغیو د درملنې خصوصي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

نوموړی وړاندیز کوي او وایي: «د درملنې په هر مرکز کې باید متخصصان او د رواني ناروغیو ډاکتران وګومارل شي، څو د خلکو ستونزو ته په وړیا ډول رسېدنه وکړي.»

خو د بادغيس د عامې روغتيا رييس مولوي محمد اصف قانت وايي، د دغه ولایت په ولايتي روغتون کې نه يوازې د رواني ناروغيو، بلکې د غوږ او ستوني ناروغیو درملنې متخصصین هم شتون نه لري.

هغه زياته کړه، د بادغيس ولايتي روغتون ۱۰۰ بسترونه لري چې په تشکیل کې یادو څانګو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د هغه په ​​وينا، دوى مرکز ته وړانديز کړى چې د بادغيس ولايتي روغتون تشکیل دې ډېر کړي او یادې برخې دې هم په کې شاملې شي.

خو نوموړي وویل چې په ولايتي روغتون کې ځيني مرستندويه دفترونه د رواني درملنې برخې فعالې کړې او مراجعينو ته خدمتونه وړاندې کوي.

قانت زیاته کړه: «د بادغیس ولایتي روغتون ۱۰۰ بستره لري او د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې شامل دی، د رواني ناروغیو، غوږ، ستوني او سترګو ډاکتران نه لري، موږ په دې وروستیو کې مرکز ته وړاندیز کړی چې روغتون مو ۱۵۰ یا ۲۰۰ بستره شي څو زموږ د روغتون په نورو څانګو کې هم مسلکي کدرونه وګومارل شي.»

دا په داسې ال کې ده چې په هېواد کې جګړې، اقتصادي فشارونه او شته ستونزې د ډېری کسانو د رواني ګډوډیو لامل شوي دي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.