ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې ډاکتران د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د هېوادوالو بې‌غورۍ اندېښمن کړي

بادغیس کې ډاکتران د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د هېوادوالو بې‌غورۍ اندېښمن کړي

author avatar
13 Aug 2022 - 15:04
بادغیس کې ډاکتران د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د هېوادوالو بې‌غورۍ اندېښمن کړي
author avatar
13 Aug 2022 - 15:04

قلعه‌نو (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د بادغیس روغتیایي مسوولین د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیقولو لړۍ د دوام خبر ورکوي او له خلکو غواړي څو په داوطلبانه ډول راشي او واکسین ولګوي.

دوی وایي، که څه هم په دغه ولایت کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر دومره لوړ نه دی، خو دغه ناروغي خطرناکه او ساري ده او هېوادوال باید د هغه پر وړاندې ځانونه واکسین کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په یاد ولایت کې په تېره جولای میاشت کې د کرونا ناروغۍ ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یادې ناروغۍ پر وړاندې د ښاریانو بې‌غورۍ د دغه ولایت ډاکتران اندېښمن کړي او سپارښتنه کوي چې خلک باید روغتیایي لارښونو ته پاملرنه وکړي.

په بادغیس کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عبدالرازق وایي، د کرونا پر وړاندې باید بې‌غوري ونه کړو، ځکه چې ډېره خطرناکه، ساري او وژونکې ناروغي ده.

هغه د یادې ناروغۍ پر وړاندې د باغیس اوسېدونکو د بې‌غورۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د نوموړي په خبره، پر کرونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لار د هغه د واکسین تطبیق، له ماسک او دستکشو استفاده او د بدن د معافیت سیسټم لوړول دي.

نوموړی وايي: «د دغه ویروس د مخنیوي لپاره کولای شو د روغتیایي سپارښتنو په مراعاتولو سره ځان خوندي وساتو. هر څوک باید ځان واکسین کړي څو یې د بدن معافیت سیسټم لوړ شي او له ماسک او دستکشو هم استفاده وکړي.»

په ورته مهال، د افغان – جاپان روغتون د بېړنیو مراقبتونو څانګې (ICU) موظف ډاکتر حشمت‌الله فیضي وايي، د دې ناروغۍ پر وړاندې بې‌غوري د انسان ژوند په خطر کې اچوي او هېوادوال باید روغتیایي ټکي په پام کې ونیسي.

هغه له کرونا د خوندي پاتې کېدو یوازینۍ لار ماسک تړل، په صابون د لاسونو مینځل، د یو متر واټن مراعاتول او په سرپټو ځایونو کې د ګڼې ګوڼې په مراسمو کې ګډون نه کول وباله او له هېوادوالو یې وغوښتل چې یادې روغتیایي سپارښتنې دې خامخا په پام کې ونیسي.

دغه‌راز ډاکتر فیضي له هېوادوالو وغوښتل چې د یاد وژونکي ویروس پر وړاندې ځانونه واکسین کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان پژواک ته وویل، کرونا اوس هم په نړۍ کې له خلکو قرباني اخلي او ډېر کسان پرې اخته کېږي.

هغه په نړۍ او افغانستان کې د یادې ناروغۍ د کنټرول لامل د واکسین تطبیق بولي او وایي: «په باغیس ولایت کې مو د کرونا ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړ او اوس هم د تطبیق په حال کې دی، هڅه کوو چې د کرونا واکسین په تطبیق سره د دغه ویروس له خپراوي مخنیوی وشي.»

د سرچینې د معلوماتو په اساس، د روان کال په جولای میاشت کې ۲۹۶ د کرونا نښو نښانو لرونکو ناروغانو د بادغیس د کووېډ-۱۹ روغتون ته مراجعه کړې چې له ډلې یې د ۱۶ کسانو د معاینانو نتیجې مثبتې وې.

یو شمېر هېوادوال د کرونا واکسین تطبیق ته لېواله دي، خو ځیني نور یې بیا له لګولو ډډه کوي.

د بادغیس اوسېدونکي عبدالناصر پژواک ته وویل، دا چې کرونا ویروس خطرناک او وژونکی دی او په دې وروستیو کلونو کې یې د ډېری کسانو ژوند اخیستی، خو د باغیس د خلکو له لوري جدي نه نیول کېږي.

هغه وایي، د ټولنې ټول غړي مسوولیت لري څو د رغتیایي ټکو او ټولنیز واټن په مراعاتولو سره ځان او نور کسان د کرونا ناروغۍ پر وړاندې خوندي وساتي.

عبدالناصر زیاته کړه: «کرونا ویروس په وروستیو کلونو کې له هرې ټولنې قرباني واخیسته او ان زبرځواک هېوادونو ته یې ماتې ورکړې ده؛ هر څوک چې په ټولنه کې اوسېږي باید خپل ځان او کورنۍ په خطر کې وانه چوي. د روغتیایي ټکو په مراعاتو سره باید له کرونا ویروسه مخنیوی وکړو او ځانونه خوندي وساتو.»

نوموړي وویل چې د روغتیايي ټکو په پامنیوي سربېره یې د کرونا ضد واکسین هم لګولی دی.

خو د یاد ولایت بل اوسېدونکی محمدیاسین بیا داسې نظر لري: «کرونا یوه دوره وه، تېره شوې، زه نه غواړم واکسین تطبیق کړم، ځکه چې خطرناک دی.»

دی وايي، د کرونا ویروس د خپراوي پر مهال یې له ماسکه استفاده او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته یې له ورتلو ډډه کوله، خو اوس چې پر یاد ویروس د ککړو کسانو شمېر کم شوی، ده او لسګونو نورو هېوادوالو یې خپل عادي ژوند پیل کړی دی.

Visits: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.