Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بادغیس ولایت مقام وایي، د یوه امنیتي کس له خوا د «خطایي ډز» په پایله کې یوه ښځه مړه او بله ټپي شوې ده؛ خو د پېښې عامل نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.
قلعهنو (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له ټکنيوالي شکایت کوي او ادعا لري چې
د بادغیس ځیني مالداران په دغه ولایت کې د پروړې بیې له درې چنده لوړېدو او د وښو له کمښته شکایت لري او وایي، د بیو لوړوالي له امله نشي کولای چې خپلې مالدارۍ ته دوام ورکړي.
قلعه نو (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۱): د بادغیس امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په خارستان سیمه کې د ناچاودو
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال په ترڅ کې د لسو بهرنیانو په ګډون، څه باندې ۷زره سیلانیانو د دغه ولایت له لرغونو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کانونو استخراج پر پیلېدو خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې له دغه مدرکه لاسته راغلي عواید دې د دغه ولایت د اړتیاوو رفع کولو او د رغنیزو پروژو پلې کولو برخو کې ولګول شي.
د بادغیس مسوولین وايي، د دغه ولايت بند سبزک سیمې ته څېرمه یوې درې ته د موټر غورځېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ژوبل دي.
د بادغیس اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کمعمره کسانو له خوا د موټر چلولو له ډېرېدو شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې مخنیوی یې وکړي.
د بادغیس کروندګر په روان کال کې دغه ولایت کې د خټکيو د حاصلاتو له کمښته شکایت لري او له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
قلعۀنو (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې ځینې سرچینې په داسې حال کې په دودیز ډول د پستې د پروسس خبره کوي چې
په بادغیس کې ځيني کوژدن شوي/نامزد ځوانان له لوړ ولور ټاکلو څخه شکایت لري وایي، د اقتصادي بېوزلۍ له امله یې د ورکړې توان نه لري او کلونه کېږي چې د خپل واده مراسم ترسره کولای نه شي؛ هغوی د ولور د کمولو غوښتنه وکړه.
د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ مسوولین د یوې ښځې له خوا د خپل خاوند د وژلو خبر ورکوي او وايي، دغې ښځې د څېړنو پر مهال ویلي چې دغه کار ترې سهواً شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP