پاکستان کې د مولانا فضلالرحمن پر موټریز کاروان برید شوی
د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیلخان سیمه کې د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضلالرحمن پر موټریز کارون برید شوی دی.
د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیلخان سیمه کې د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضلالرحمن پر موټریز کارون برید شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې خېبر پښتونخوا کې د تېرې ورځې برید افغانستان پورې اړه نه لري.
د پاکستان د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې پر یوه پوځي هوایي ډګر کې ډله ییز برید شوی چې له امله یې یو شمېر الوتکو ته زیان اوښتی دی.
روسي رسنۍ وایي، یو افغان خبریال خیبر عاکفي چې په روسیه کې اوسېږي، په بلګورود کې د اوکراین د بېپيلوټې الوتکې برید کې سخت ټپي شوی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) پر کاج ښوونیز مرکز د برید په لومړي تلین کې ویلي چې په دې پېښې زیانمن شوي او د قربانیانو کورنۍ یوازې نه پرېږدو.
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کور ته د لاسي بم غورځولو پېښه کې يوه ماشومه وژل شوې، يو ماشوم او يوه ښځه ټپيان دي.
تخار کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې یوه کور ته نامعلوم وسلهوال ننوتلي، یو کس یې په چړې وژلی او یوه ښځه یې ټپي کړې ده.
ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو يو کور ته لاسي بمونو غورځولي چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور کسان تپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د روسیې پلازمېنې مسکو کې د اوکراین بېپیلوټه الوتکې برید یو تن ټپي کړی او د دغه برید له امله د لنډمهال لپاره د مسکو هوايي ډګر تړل شوی دی.
ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پولیسو پر موټر برید کې څلور پولیس وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، وسلهوالو کسانو د ایران په زاهدان کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی او نښته روانه ده.
د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو پر چکپاینټ ځانمرګی برید شوی چې يو ملکي کس او درې امنيتي ځواکونه پکې وژل شوي دي.
راپورونه ښيي، وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د تېلو او ګازو پر تاسیساتو برید کړی چې په کې څلور پاکستاني پوليس او دوه د دغه کمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي.
د بلوچستان ایالت په سیفالله کلا سیمه کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز ډلهییز برید شوی دی.
د جرمني د هامبورګ ښار پر یوه کلیسا وسلهوال برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
د هرات ځایي سرچینې تاییدوي چې د ناپېژانده وسلهوالو کسانو په برید کې د دغه ولایت د اوبو رسولو اداري د رییس انجنیر محمدنادر کاکړ په ګډون درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ډیورنډ فرضي کرښې ها پلو، د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ پر پخواني امنیه قوماندان بصیر اڅکزي وسلهوال برید شوی چې ورور یې وژل شوی خو دی او درې نور ملګري یې ټپيان شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل کې پر یوه هوټل د تېرې ورځې په برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.