Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) پر کاج ښوونیز مرکز د برید په لومړي تلین کې ویلي چې په دې پېښې زیانمن شوي او د قربانیانو کورنۍ یوازې نه پرېږدو.
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کور ته د لاسي بم غورځولو پېښه کې يوه ماشومه وژل شوې، يو ماشوم او يوه ښځه ټپيان دي.
. . .
تخار کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې یوه کور ته نامعلوم وسلهوال ننوتلي، یو کس یې په چړې وژلی او یوه ښځه یې ټپي کړې ده.
ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو يو کور ته لاسي بمونو غورځولي چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور کسان تپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د روسیې پلازمېنې مسکو کې د اوکراین بېپیلوټه الوتکې برید یو تن ټپي کړی او د دغه برید له امله د لنډمهال لپاره د مسکو هوايي ډګر تړل شوی دی.
ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پولیسو پر موټر برید کې څلور پولیس وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، وسلهوالو کسانو د ایران په زاهدان کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی او نښته روانه ده.
د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو پر چکپاینټ ځانمرګی برید شوی چې يو ملکي کس او درې امنيتي ځواکونه پکې وژل شوي دي.
راپورونه ښيي، وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د تېلو او ګازو پر تاسیساتو برید کړی چې په کې څلور پاکستاني پوليس او دوه د دغه کمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP