Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان برېښنا شرکت وایی، د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزي د نایبآباد – پلخمري ترمنځ، اړوند تاشقرغان تنګي سیمه کې د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د توليد هوکړې لاسلیک شوې او یاد شرکت وايي، دا مهال په هېواد کې د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې فرصتونه شته، له کورنيو او بهرنيو شرکتونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت د مېترونو جوړولو له یوې چینايي کمپنۍ سره د ۲،۷ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یو فاز او درې فاز مېترونو جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې تېر کال یي د یو میلیارد او ۲۸۲ میلیون افغانیو په ارزښت ۴۳ پروژې پلې کړې دي.
د برېښنا شرکت وایي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا به په دغه هېواد کې د برېښنا تاسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې له امله نن تر مازدیګره په کابل او اړوندو ولایتونو کې ۵۰ سلنه کمه وي.
د برېښنا شرکت وايي، د افغانستان برېښنا شرکت دوو پروژو د اسیا په کچه د کورنۍ برېښنا پروژو په کلني نندارتون کې نړۍواله جایزه ترلاسه کړه.
کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې په تېر مالي کال کې یې له پېرودونکو ۳۳ میلیارده ۱۷۸ میلیونه افغانۍ راټولې
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي، په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید کچه ټیټه شوې چې له امله به يې له دې وروسته په کابل او ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شي.
افغانستان د روان زېږدیز کال تر پایه له درېیو هېوادونو سره د پنځه عشاریه اته میلیارد کیلو واټ ساعت برېښنا تړونونه لاسلیک کړي او دا مهال د برېښنا لګښت له اړخه له هېڅ هېواده پوروړی نه دی.
کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان برېښنا شرکت وايي، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته وارداتي برېښنا بېرته په نورمال ډول ونښلول شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ازبکستان له لوري د تخنیکي ستونزو په هوارېدلو سره اوسمهال د کابل اوسېدونکو او فابریکو ته منظمه برېښنا ورکول کېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کندوز – تخار لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰کیلو ولټه دوه مزي چې د واورې او توپان له امله پرې شوي وو، بېرته وصل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP