منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۰ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

برېښنا شرکت:  کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان برېښنا شرکت وايي، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته وارداتي برېښنا بېرته په نورمال ډول ونښلول شوه.

د غویی په ۶ مه ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا د پُلخمري – کابل ترمنځ مسیر مزي او پُلخمري سب سټېشن کې د تخنیکي ستونزو له امله پرچاو شوې وه چې په پایله کې پر کابل او اړوند مسیر ځینو نورو ولایتونو باندې وارداتي برېښنا پرې شوې وه.

د افغانستان برېښنا شرکت تېره شپه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «وارداتي برېښنا په بشپړه توګه کابل او اړوندو ولایتونو سره ونښلول شوه، د روښنايي اتلانو د جدي او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پایله کې، د پلخمري – کابل ترمنځ مسیر کې د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي او پُلخمري سب سټېشن تخنیکي ستونزه په بشپړ ډول رفع او یاد مزي په نورمال ډول ونښلول شول.»

سرچینې لیکلي، د دغو مزو په نښلېدو سره د کابل او دې مسیر کې د اړوندو ولایتونو وارداتي برېښنا بهیر بېرته عادي حالت ته را وګرځېده.

د یادونې وړ ده چې افغانستان اوس مهال خپله د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ګاوندیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه