Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ سیمهییزو راډیوګانو مسوولین په دغه ولایت کې د برېښنا بیې له لوړوالي شکایت کوي او له حکومته یې د کمولو غوښتنه کوي.
د خوست تڼیو ولسوالۍ ته د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د لېږد چارې پیل شوې
د لوګر ولایت برېښنا ریاست وایي چې په دې وروستیو کې یې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې څه باندې درې زره کورونو ته برېښنا وصل کړې ده.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د کجکې بند برېښنا له یوې نیمې میاشتې بندېدو وروسته نن بېرته د هلمند د مرکز په ګډون څلورو ولسوالیو او کندهار ښار ته وصل شوه.
رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان د تاجکستان د برېښنا ټول پورونه ورکړي، دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت وایي، افغانستان دمګړۍ د برېښنا له درکه د هیڅ هېواد پوروړی نه دی.
بادغیس کې ځيني سوداګر او پانګوال وایي چې په دغه ولایت کې د هر کیلوواټ سوداګریزې برېښنا بیه د نورو ولایتونو په نسبت پنځه افغانۍ لوړه ده.
د غزني برېښنا شرکت وايي چې د غزني ښار اړوند نواباد سیمې ۱۲۵۰ کورونو ته یې د برېښنا رسولو پروژه بشپړه کړه.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۴ کال لپاره تمدید کړ.
د برېښنا ریاست وایي چې د نغلو د برېښنا تولید فابریکې دویم ټوربین له اساسي رغونې وروسته بېرته فعال کړی او د دغه ټوربین برېښنا یې له شبکې سره وصل کړې ده.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د اوبو کموالي له امله به د کجکي برېښنا د ۴۰ ورځو لپاره بنده وي.
افغانستان له ازبیکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره له د برېښنا پېرودلو تړون تمدید او لاسلیک کړ.
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د برېښنا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون غځوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP