Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلاماباد او لاهور ترمنځ په چکوال نومي سیمه کې د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو پېښه کې نهه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پنجاب صادقاباد سیمې څخه کویټې ته پر لاره یو مسافر وړونکی بس چپه شوی چې څلور کسانو پهکې وژند له لاسه ورکړی او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د سریلانکا کوټمال ښار ته نږدې د یوه مسافروړونکي بس د چپه کېدو پېښه کې ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ د یوه خصوصي شرکت له لوري په کمه بیه د بس خدمات پیل شول.
د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د واده یوه بس چپه کېدو له امله د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونو په میسیسیپي ایالت کې د یوه بس موټر چپه کېدو پېښه کې اووه کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د ایټالیا ونیز ښار کې له یوه هوایي پل څخه د ګرځندویانو د یوه بس غورځېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د مکسیکو هېواد په سوېل کې کندې ته د یوه بس لوېدو پېښه کې ۲۹ کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP