Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د ترینکوټ ـ دهراوود ترمنځ د بس خدمات پیل شول

ترینکوټ (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۴): د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ د یوه خصوصي شرکت له لوري په کمه بیه د بس خدمات پیل شول.

د اروزګان ولایت د ترانسپورټ امر حافظ زلمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ د یوه مسافروړونکي خصوصي شرکت له لوري د بس خدمات پیل شول چې د دوو لویو مسافروړونکو بسونو په مرسته به مسافر لېږدول کېږي.

نوموړي وویل: «اوسمهال دوه مسافروړونکي بسونه له ترینکوټ څخه تر دهراوود او له هغه خوا مرکز ته د مسافرو د لېږد را لېږد لپاره درول شوي دي.»

نوموړي وویل، اړتیا ته په کتو به د بسونو شمېر ډېر کړي او زیاته یې کړه چې په دغو بسونو کې به خلک په ارزانه او اسانه توګه تګ – راتګ کولی شي.

ورته مهال، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي چې له دې وروسته به تر ترینکوټ ښاره په لویو بسونو کې راځي خو وايي چې د ټولې ولسوالۍ لپاره دوه بسونو بسنه نه‌کوي.

د یادونې ده چې دوې اونۍ وړاندې هم د لوګر د مرکز پل‌علم او کابل ښار ترمنځ د ملي بس خدمات پیل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.