کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د سریلانکا کوټمال ښار ته نږدې د یوه مسافروړونکي بس د چپه کېدو پېښه کې ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
اسوشیټیډ پرېس په یوه راپور کې ویلي، نن (یکشنبه) سهار د سریلانکا کوټمال ښار ته نږدې او د پلازمېنې کولامبو ختیځ په شاوخوا ۱۴۰ کیلومترۍ کې په یوه غرنۍ سیمه کې یو مسافروړونکی بس له یوې غونډۍ څخه لاندې غورځېدلی چې ۲۱ کسانو پهکې ژوند لا لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، په سریلانکا کې داسې پېښې ډېرې دي، په ځانګړي توګه په غرنیو سیمو چې ډېر وختونه د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ او د تنګو سړکونو له امله رامنځته کېږي.
راپور کې د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP