Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بلخ ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ د داوود غني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د بلخ د دهدادي ولسوالۍ لومړنۍ محمکې یوه کس ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې سږ کال تر اوسه دغه روغتون ته د زړه پر ناروغۍ اخته ۴۷۳ کسانو مراجعه کړې او بستر شوي دي.
د بلخ د جودو فدراسیون وايي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف او ۱۴ ولسوالیو د څه باندې سلو لوبغاړو په ګډون د جودو سیالۍ پیل شوې.
د بلخ ولایت مقام وایي چې یو ایراني شرکت غواړي په دغه ولایت کې له افغان سوداګرو سره په ګډه د درملو تولید یوه فابریکه جوړه کړي.
د بلخ ولایت یو شمېر ولسوالیو کې ۱۲۵ راستنو شوو کورنیو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د سرپناه جوړولو چارې پیل شوې.
د بلخ ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د «شر او فساد ډلې» یو غړی چې غوښتل یې امنيتي پوستې ته لاسيبم وغورځوي، وژل شوی دی.
د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ غالۍ اوبدونکو ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د غالۍ اوبدلو او پروسس یو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ د ترهلی سيمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري او له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د بلخ کروندګر او بڼوال هېواد ته د واردېدونکو کرنیزو درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وايي، د دغو درمل کارول کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.
د بلخ روغتیایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له تېر زېږدیز کال راهیسې ۴۰۲۵ کسان د نري رنځ پر ناروغۍ اخته شوي او له امله یې ۱۷ کسان مړه شوي هم دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP