مزارشریف (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۳): د بلخ کروندګر او بڼوال هېواد ته د واردېدونکو کرنیزو درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وايي، د دغو درمل کارول کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.
د بلخ خټکي، هندوانې، بادام، انګور، پنبه او ځينې نور کرنیز محصولات چې نړۍوال شهرت لري، کله نا کله له طبیعي افتونو او ناروغیو سره مخ کېږي چې له امله یې په حاصلاتو کې کموالی راځي.
کروندګر او بڼوال وايي، دوی اړ کېږي چې د دې ستونزې مخنیوي لپاره له بازاره کرنیز درمل واخلي خو یاد درمل بېکیفیته دي او بڼونه او کروندو ته یې د ګټې پر ځای زیان اړوي.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ یوه کروندګر عبدالمتین پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی هر کال د دې لپاره د پنبې پر کروندې درمل پاشي چې ښه حاصلات ترلاسه کړي او د افتونو مخه یې ونیسي.
خو دی وايي، ډېری مهال دغه درمل د ګټې پر ځای زیان ور اړوي، نه یوازې دا چې د افاتو او امراضو مخنیوی نهکوي، بلکې په حاصلاتو کې یې کمښت راځي او که حاصلات ډېر هم وي، بېکیفیته او د استفادې وړ نه وي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې هېواد ته د واردېدونکو کرنیزو درملو کیفیت کنټرول کړي او ویې څاري.
د یادې ولسوالۍ د شینکيبای کلي یو بل بڼوال عجبخان هم وایي، د حاصلاتو د ډېروالي لپاره له بازاره درمل او کيمیاوي سره پېري او په هغه ډول یې کاروي چې څنګه په بازار کې درمل پلورونکو لارښونه ورته کړې وي، خو هیڅ ګټه نه کوي.
دی زیاتوي، پر درملو ډېرې پیسې هم ورکوي خو کله چې یې پر خپل کښت وپاشي، په حاصلاتو کې یې هیڅ زیاتوالی نه راځي او نه هم افات له منځه وړي.
دی وایي: «کله چې یو جریب ځمکه پنځه بخاره پنبه کوي، د کيمیاوي سرې او افتونو ضد درملو په کارولو سره باید لس بخاره وکړي، خو برعکس کيمیاوي سره او درمل داسې زیان ورته ورسوي چې بیا دوه یا درې بخاره حاصلات کوي.»
خو په بلخ کې د نباتي او حیواني درملو پلورونکي وایي، کروندګر او بڼوال درمل له غیرمسلکي کسانو پېري او په غیرمسلکي توګه یې کاروي؛ نو ځکه یې کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان رسوي.
د نباتي او حیواني درملو یوه پلورونکي نورمحمد پژواک ته وویل، په ډېرو پلورنځیو کې نباتي یا حیواني درمل یوازې د تجربې له مخې ورکول کېږي چې د کروندګرو او باغ لرونکو کښتونو ته په زیان تمامېږي.
دی وایي، که کروندګر او بڼوال له مسلکي کسانو درمل واخلي او په مسلکي توګه یې وکاروي، نو هیڅکله به زیانمن نه شي.
بلخوا، د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي هم د کروندګرو یادې ستونزې مني خو وایي چې هېواد ته د بېکیفیته کرنیزو او حیواني درملو د واردولو د مخنیوي په موخه هڅې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه، هره اونۍ د بلخ کرنې ریاست د څارنې ټیم د کرنیزو او حیواني درملو پلورنځیو څخه څارنه کوي، بېکیفیته او تر وخت تېر درمل ټولوي او له منځه یې وړي.
دی وایي، هڅې روانې دي چې یوازې کیفیت لرونکي زراعتي او حیواني درمل هېواد ته وارد شي.
خو کروندګر او باغ لرونکي یوازې همدا هڅې کافي نه بولي او غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې دې یوازې مسلکي او پر کار پوه کسانو ته د زراعتي او حیواني درملو پلور اجازه ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن