بادغیس کې ځيني سوداګر د تجارتي برېښنا له لوړې بیې شکایت لري
بادغیس کې ځيني سوداګر او پانګوال وایي چې په دغه ولایت کې د هر کیلوواټ سوداګریزې برېښنا بیه د نورو ولایتونو په نسبت پنځه افغانۍ لوړه ده.
بادغیس کې ځيني سوداګر او پانګوال وایي چې په دغه ولایت کې د هر کیلوواټ سوداګریزې برېښنا بیه د نورو ولایتونو په نسبت پنځه افغانۍ لوړه ده.
افغانستان کې د تېر کال مرغومي میاشتې په پرتله د لومړنیو خوراکي او سونتوکو بیې په داسې حال کې په منځنۍ کچه ۱۳ سلنه رالوېدلې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه ۲۱ سلنه لوړه شوې او په نړۍوال مارکېټ کې هم د یادو توکو بیې په منځنۍ کچه ۱۴ سلنه رالوېدلې دي.
نن کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د نفتي توکو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې خو د سروزرو بیې لوړې شوې دي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، هندۍ بورې او روسي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.
د بلخ کروندګر او سوداګر په دغه ولایت کې د انجې بوټو او شیرې بیې بېساري ټیټېدو اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د نفتي توکو، پاکستانۍ وریجو او هندي بورې بیې لوړې شوې دي.
د سرپل یو شمېر کروندګر د تېر کال په نسبت د پنبې د بیې پنځوس سلنه ټیټوالي له امله اندېښمن دي، خو د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د پنبې لپاره د بازار پیدا کولو په هڅه کې دي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو له لوړالي شکایت کوي او وايي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت په ټیټېدو سره هم د لومړنیو توکو بیو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
نن کابل ښار کې د ۷ ورځو مخکې په نسبت د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ټيټېدو ترڅنګ د نفتي توکو، سروزرو او د پاکستانۍ وریجو بیې ټيټې شوې دي، خو د هندي بورې بیه لوړه شوې ده.
د بغلان اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.
د بلخ کروندګر په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري ټیټېدو ته اندېښمن دي او له حکومت غواړي چې له دوی سره د بازارموندنې او د سړو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي.
نن کابل ښار کې د اوو ورځو په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو او پټرولو بیې هم لوړې شوې خو د ډېزلو، بورې او سروزرو بیې ټیټې شوې دي.
د سرپل بزګر په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري ټیټېدو اندېښمن کړي او له حکومت غواړي چې له دوی سره د بازارموندنې او د لویو سړو خونو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالرو د ارزښت د ټیټېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو او سروزرو بیې لوړې شوې خو د پټرول او ډیزل بیې ټیټې شوې دي.
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په پرتله د هندي بورې او مالیزیایي غوړیو بیې ټیټې شوې خو د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په پرتله د وریجو او مالیزیایي غوړیو بیې ټیټې خو د هندي بورې، قزاقي اوړو او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.
د تېرو اوو ورځو مخکې په نسبت نن کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټيټېدو ترڅنګ د مالیزیايي غوړو او اوبلن ګازو بیې هم ټیټې شوې خو د پټرول تېلو بیه بیا لوړه شوې ده.
ځيني هېوادوال د هوايي شرکتونو ټیکټونو له لوړو بیو سر ټکوي او د راټیټېدو غوښتنه یې کوي؛ خو د ملکي هوايي چلند اداره وایي، بیې یې یو څه راټیټې کړې دي او وروستۍ بیې به له ارزونې وروسته وټاکي.
په کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو او هندي بورې بیې لوړې شوې خو د نورو توکو په بیو کې کوم توپیر نه دی راغلی.
د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن، په کابل ښار کې د پټرولو او قزاقي اوړو بیې لوېدلې، خو د اوبلن ګاز، ډیزلو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
په کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو او هندۍ بورې بیې رالوېدلې، خو د نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د نیمروز اوسېدونکي په داسې حال کې د تېرو دوو میاشتو په پرتله د چرګ غوښې د بیې له ۲۰ سلنه لوړېدو شکایت کوي چې مسوولین په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره د یوې کمیټې د جوړېدو خبر ورکوي.
په کابل کې د تېر یوه کال په پرتله په منځنۍ کچه د ډبرو سکرو بیې ۳۹ سلنه او د تېلو ۳۲ سلنه لوړې شوې، خو د اوبلن ګاز بیه ۲۹ سلنه او د سون…