Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، پرون د دغه ولایت په مرکز نیلي او میرامور ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دری کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د زابل چارواکي وايي، د کابل- کندهار پر عمومي لاره او د دغه ولایت په سيوري ولسوالۍ کې د دوو موټرو د اوښتو په پېښو کې ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
په بلخ ولایت کې په تېر یوه کال کې ۷۵ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۵۷ کسان مړه او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي دي.
د ترافیکو عمومي ریاست وایي، په تېرو ۹ میاشتو کې د هېواد په کچه له ۱۳۱۴ څخه ډېرې ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې نږدې درې زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده؛ د ترافیکي پېښو تلفاتو دغه شمېر د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
د بغلان حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولایت کې په تېرو اتو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱ کسان مړه او ۱۳۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، هر کال په ټوله نړۍ کې د ترافیکي پېښو له امله ۳،۱ میلیون کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د بغلان ولایت په شمالي سالنګ او دوشي ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ١١ کسان مړه او ۴٨ نور ټپيان شوي دي.
تېره شپه په شمالي سالنګ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله په دغه روغتون کې تر ۱۴۰۰ ډېر ټپیان ثبت شوي دي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې درې ترافیکي پېښې شوې دي.
په فاریاب کې سیمهییزې سرچنې وایي، په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP