Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سيمهییز مسوولین وایي، د غزني مرکز اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان ځايي مسوولین وایي، نن سهار ترینکوټ ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي، د کابل – جلالاباد پر لویه لار د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ سیمه کې ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.
د غزني په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یوه څلور کلنه ماشومه موټر وهلې او مړه شوې ده.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني ښار اړوند روضې کوتل سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار له یوه زرنج موټرسایکل سره د ۵۸۰ مسافروړونکي موټر د ټکر له امله ۶ کسان ټپیان شوي دي.
د کابل – جلالاباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
ځایي مسوولین وایي چې په هرات او پنجشېر ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د فراه امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوه باروړونکو موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP