د تېلو د بیو بېساري لوړېدل؛ نن د یو لیتر ډيزلو بیه ۱۰۴ افغانیو رسېدلې
د کابل ښار اوسېدونکي داسې مهال په دغه ښار کې د تېلو بیې د بېساري لوړېدو له امله شکایت کوي چې د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د تېلو بیه ۱۰،۵ سلنه لوړوالی ښیي؛ چارواکي وایي، په نړیواله کچه هم د تېلو په بیه کې زیاتوالی راغلی دی.


