نیمروز کې یو درملنه شوی روږدی: پر ډېرانونو له ګرځېدو وژغورل شوم، اوس له کورنۍ سره خوشحاله ژوند لرم
نیمروز کې د محمدعارف په نوم یو ځوان چې له پنځو کلونو راهیسې پر نشهیي توکو روږدی و، وايي، شپږ میاشتې کېږي چې د نشهیي توکو کارول یې پرېیښي او اوس د جوارو خرڅولو له لارې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوي.


