ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په تخار کې د یو شمېر خصوصي لوړو زدهکړو موسسو مسوولین د زدهکړیالانو له لوري د تحصیل پر پرېښودو اندېښنه ښيي او وايي، د دغه ولایت په خصوصي پوهنتونونو کې د زدهکړیالانو شمېر ۸۰ سلنه کم شوی دی.
په هرات کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین او استادان وايي، په داسې حال کې چې په دغو پوهنتونونو کې د محصلینو جذبولو لپاره د نوملیکنې بهیر پیل شوی، خو دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه د لوړو زدهکړو وزارت د نوې اعلامیې په اړه چې پر اساس یې، نجونې راتلونکی کال د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې نوملیکنه نه شي کولی وایي، که د نجونو د لوړو زدهکړو د بندیز پر پرېکړې بیاکتنه ونه شي، د ډېرو خصوصي پوهنتونونو فعالیت به ودرېږي؛ خو د لوړو زدهکړو وزارت د دغو پوهنتونونو د ستونزو څېړلو لپاره د یوه پلاوي ګومارلو خبره کوي.
په کابل ښار کې د «سیرتالنبي کتاب لوستنې سیالۍ» کې چې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري جوړه شوې وه، د خصوصي پوهنتونو تر زرو ډېرو محصلانو ګډون پکې کړی و.
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي چې په دې وروستيو کې خصوصي پوهنتونونو ته د نوو محصلينو جذب ۵٠ سلنه کم شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن