ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خصوصي پوهنتونونو محصلين ٥٠ سلنه کم شوي”

“د خصوصي پوهنتونونو محصلين ٥٠ سلنه کم شوي”

author avatar
7 Apr 2022 - 09:00
“د خصوصي پوهنتونونو محصلين ٥٠ سلنه کم شوي”
author avatar
7 Apr 2022 - 09:00

کابل (پژواک، ۱۸ ورى ١٤٠١): د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي چې په دې وروستيو کې خصوصي پوهنتونونو ته د نوو محصلينو جذب ۵٠ سلنه کم شوی دی.

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس محمد کریم ناصري پژواک ته وویل، د دغو پوهنتونونو د محصلینو شمېر د پخوا په نسبت ٥٠ سلنه کم شوی چې له امله يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ١٣١ خصوصي پوهنتونونه فعاليت لري او  ٢١٧زره محصلین په کې په لوړو زده کړو بوخت چې له دې ډلې ۳۷ سلنه یې نجونې دي.

هغه وايي: ((په هېواد کې له بدلون وروسته لس زرو کسانو د اقتصادي ستونزو او يا هم بهر ته د تګ له امله خصوصي پوهنتونونه پرېیښي او د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموينو کې هم سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د کسانو د ګډون کچه پنځوس سلنه کمه وه.))

د هغه په وينا، که څه هم چې خصوصي پوهنتونونو د محصلينو د فيس کچه ټيټه کړې او ځينې نورې اسانتياوې يې هم رامنځته کړې خو بيا هم د محصلينو شمېر کم شوی دی.

ناصري د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې تر اوسه په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله کوم پوهنتون نه دى تړل شوى خو که حالات همداسې دوام وکړي نو امکان لري ځيني پوهنتونونه وتړل شي.

ده وويل چې د خصوصي پوهنتونونو د ستونزو د حل په موخه د اتحاديې مسوولينو له يو شمېر ادارو سره خبرې هم کړې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د خانه نور خصوصي پوهنتون رییس محمد جاوېد ساحل پژواک ته وویل چې د پخوا په پرتله یې د محصلینو په شمېر کې کمښت راغلی دی.

هغه وویل چې د جمهوريت له سقوط مخکې یې د محصلینو شمېر ۹۰۰ و خو اوس ٤٠٠ کسانو ته راټيټ شوى دى.

ده زياته کړه: ((تر اوسه زموږ په پوهنتون کې ډېرو کمو کسانو نوې نوم ليکنه کړې ده، وروسته به معلومه شي چې څه کېږي.))

نوموړى وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د خپلو کارکوونکو شمېر هم کم کړى دى.

د خانه نور پوهنتون رییس د لوړو زده کړو وزارت له مسوولينو وغوښتل، کوم محصلین چې دولتي پوهنتونونو ته د کانکور له لارې نه بریالي کېږي، خصوصي پوهنتونونو ته دې معرفي کړي.

همدارنګه د رڼا خصوصي پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال استاد محمد ابراهیم زاهد پژواک ته وویل چې په هېواد کې له بدلون وروسته یې د محصلینو شمېر کم شوى دى.

هغه وویل: ((په مخکې نظام کې زموږ زیاتره محصلینو يا يې خپله دندې درلودې او يا يې هم د کورنۍ غړو، نو اوس خو ډېرو خلکو دندې له لاسه ورکړې؛ نو ځکه د محصلينو شمېر هم کم شوى دى.))

ده هم د لوړو زده کړو له وزارته غوښتنه وکړه چې خصوصي پوهنتونونو ته دې ډېره پاملرنه وکړي څو ستونزې يې حل شي.

د يادو څرګندونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي پژواک ته وویل چې د خصوصي پوهنتونونو د ستونزو د حل په موخه له مسوولينو سره څو ځلې ناستې ترسره شوې دي.

نوموړی زیاتوي، د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې په راتلونکي کې په دولتي پوهنتونونو کې د نوو محصلینو جذب ډېر کړي.

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.