ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولین له اقتصادي ستونزو شکایت کوي

هرات کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولین له اقتصادي ستونزو شکایت کوي

author avatar
12 Feb 2023 - 15:51
هرات کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولین له اقتصادي ستونزو شکایت کوي
author avatar
12 Feb 2023 - 15:51

هرات ښار (پژواک، ٢٣ سلواغه ۱۴۰۱): په هرات کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین او استادان وايي، په داسې حال کې چې په دغو پوهنتونونو کې د محصلینو جذبولو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر پیل شوی، خو دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د «کهکشان شرق پوهنتون» رییس علي ‌ستاري وايي، د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله د ښځینه محصلانو ترڅنګ تر ۵۰ سلنه نارینه محصلان یی هم له لاسه ورکړي دي.

هغه زياتوي، په هېواد کې د نجونو پر زده‌کړو محدوديتونه د دې لامل شوی چې يو شمېر خصوصي پوهنتونونه له سقوط سره مخ شي ‎او د خپلو لومړنيو لګښتونو پوره کولو توان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: «د پوهنتونونو ستونزې له کرونا پیل تر وروستیو بدلونونو ‎پورې دوام لري؛ خو په تحولاتو کې مو ډېر نارینه محصلان له لاسه ورکړي، هغوی بهر ته ولاړل او ځینو یې خپلې زده‌کړې پرېښودې او د ژوند د لګښتونو پوره کولو پسې لاړل.»

هغه څرګنده کړه چې دوه کاله د نجونو محصلينو درس ځنډولو پرېکړې پر پوهنتونونو منفي اغېز کړى او ښايي ډېرى تحصيلي څانګې هم له منځه ولاړې شي.

پر خصوصي پوهنتونونو سربېره، خصوصي انسټېټیوټونه هم له دې اغېزې مستثنا نه دي.

په هرات ولایت کې د «ثنا کوثر انسټېټیوټ» عمومي مدیر استاد عبدالقدیر مسلمي وايي، که څه هم د هغو انسټېټیوتونو دروازې نه دي تړل شوې چې په روغتیايي برخو کې فعالیت کوي، خو له منفي اغېزو یې مستثنا نه دي.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال ډېرى محصلينو طب پوهنځي ته مخه کړې، ځکه په دې څانګه کې محدوديت نشته او محصلين هم فکر کوي چې په دې برخه کې د نورو په پرتله کاري زمینه ډېره ده.

په ورته مهال، د خصوصي پوهنتونونو یو استاد خسروي له پژواک سره په خبرو کې وويل، ښايي د ځينو پوهنتونونو دروازې د محصلينو پر مخ وتړل شي او د تل لپاره سقوط وکړي.

هغه وایي چې په وروستیو کلونو کې خصوصي پوهنتونونه د محصلینو د جذب له کمښت سره مخ دي او دغو بدلونونو په محصلینو کې لیوالتیا له منځه وړې ده.

هغه تمه لري چې سرپرست حکومت په یوه منظم پروګرام سره د لیوالتیا زیاتولو او خصوصي پوهنتونونو پیاوړي کولو برخه کې کار وکړي.

د پوهنتون یو بل استاد ډاکټر محمدسعید عطایي وایي، په پوهنتونونو کې د رامنځته شوو ستونزو له امله هره ورځ د محصلینو د جذب له کموالي سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، له دغه بحرانه د وتلو لپاره باید د نجونو د زده‌کړو مخې ته پراته خنډونه لرې شي.

ځیني محصلین هم د انګېزې او لیوالتیا د نشتوالي خبره کوي او وایي، په اوسنیو شرایطو کې ډېر شمېر محصلینو ونشو کړای چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د اقتصاد څانګې یوه محصل امیدالله وایي، په دولتي ادارو کې د کار نشتوالی او ورځ تر بلې د بې‌وزلۍ لمنې پراخېدل، له پوهنتونونو څخه د محصلینو د تېښتې لاملونه دي.

بل‌خوا، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مرستیال عتیق‌الله رحیمي له پژواک سره په خبرو کې وویل چې له تحولاتو وروسته، ډېری پوهنتونونو خپل ۵۰ سلنه محصلین له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، خصوصي پوهنتونونه د ۵۰ سلنو نارینه محصلینو د کمېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

رحیمي وایي چې د حکومت نوي فرمان (په پوهنتونونو کې د نجونو د نوم‌لیکنې بندیز) اندېښنې ډېرې کړې دي.

د هرات د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مرستیال څرګنده کړه، که په را روان کال کې نجونو ته د تحصیل اجازه ورنکړل شي، د خصوصي پوهنتونونو وضعیت به لا ډېر خراب او له سقوط سره به مخ شي.

په همدې حال کې، د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني پژواک ته وایي، اسلامي امارت د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو خلاصولو لپاره پر یوه منظم پلان کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې یو مکتوب صادر کړی چې له مخې یې، نجونو ته په پوهنتونونو کې د نوم‌لیکنې اجازه تر دویم امر پورې ځنډېدلې ده.

Visits: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.