Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غزني د ګيرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر او سږ کال سېلابونو د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې یو پل ویجاړ کړی چې له امله یې خلک او موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د مزار – حیرتان لویې لارې موټرچلوونکي شکایت کوي چې پر دغې لار وخت ناوخت د بادونو له امله ریګونه ډېرۍ کېږي چې له امله یې په ساعتونو لار بنده وي.
کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د ځینو سیمو اوسېدونکي د متخصص ډاکټرانو، روغتیایي مرکزونو او نورو لازمو روغتیایي امکاناتو له کمښته شکایت لري
د کابل – ننګرهار لويه لار چې له تېرې يوې اونۍ راهیسې د غره ښویېدنې له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې، د دې لارې مسافر د دويم لين سړک د پاتې کارونو بېرته پيلېدو غوښتنه کوي.
د نورستان د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د برېښنا، سړکونو، روغتيايي مرکزونو او نورو برخو کې ستونزې لري، بايد حکومت يې ورته حل کړي.
د غزني د رشیدانو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وچکالیو سخت ځپلي، کروندې او باغونه یې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي، حکومت دې د دې ولسوالۍ د یوسفو درې بند چې د داوود خان په وخت کې سروې شوی، جوړ کړي.
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د درملو کیفیت خراب دی؛ ځکه ناروغان يې نه ورسره ښه کېږي خو حکومتي مسوولین بیا وايي، د درملو کیفیت څاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د فراه د مرکز د احمداباد سیمې یو شمېر خلک شکایت کوي چې د بادونو له امله د شګو ډېرۍ کېدو یې ژوند خورا سخت کړی او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته د حل یوه لار ولټوي.
د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې په مرکز جلالاباد کې يو شمېر کسان په خپلسري توګه د ساچ په نوم د ځانګړو مرغيو ښکار کوي چې د مرغانو د نسل وژنې ترڅنګ د ښاري ګډوډۍ سبب هم ګرځي.
د پکتیکا د نکې ولسوالۍ خلک په روغتیايي برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، له دوو لسیزو راهیسې په ټوله ولسوالي کې جراح ډاکټر او مجهز روغتیايي مرکز نشته او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز ښرنې او نورو ولایتونو لېږدوي.
د غزني د رشیدانو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې اوس مهال په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز فعالیت لري چې د ولسوالۍ ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.
د پکتیکا یو شمېر خلک او سوداګر وايي، د برېښنا نشتوالي په کارونو او نورو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا غځولو پروژې پاتې چارې دې بشپړې کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن