ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د هیلګل درې خلک په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټروانو له کمښته شکایت کوي

د کونړ د هیلګل درې خلک په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټروانو له کمښته شکایت کوي

author avatar
17 Jan 2024 - 15:05
د کونړ د هیلګل درې خلک په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټروانو له کمښته شکایت کوي
author avatar
17 Jan 2024 - 15:05

اسعداباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): د کونړ د غازي‌اباد ولسوالۍ د هیلګل درې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سیمې په روغتیایي مرکز کې یې هیڅ ښځینه ډاکټره نشته چې له امله يې ځینې میرمنې د زیږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

د یادې سیمي یوه اوسېدونکي او قومي مشر حاجي داوود پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې یې له ۲۰ زرو ډېر خلک ژوند کوي چې له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي.

نوموړي زیاته کړه: «دلته ښځینه روغتیاپالانې نشته موږ په یوه غرنۍ سیمه کې اوسېږو، کال وړاندې مې میرمن په ماشوم ناروغه وه، هڅه مو وکړه چې د ولسوالۍ تر مرکزي روغتونه یې ورسوو، خو په لار کې یې ژوند له لاسه ورکړ.»

هغه وایي، سیمه کې یې دوه روغتیایي مرکزونه فعال دي، خو نه‌ په ‌کې ښځينه ډاکټرانې شته او نه هم ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کولای شي.

د هیلګل درې یو بل اوسېدونکی او دیني عالم مولوي نجیب‌الله وايي، په سیمه کې یې هیڅ بنسټیز کار نه دی شوی او خلک یې د روغتیايي خدمتونو نشتون ترڅنګ له ګڼو نورو لومړنیو اسانتیاوو هم بې‌برخې دي.

نوموړي وویل: «زموږ په سیمه کې تازه په یوه روغتیايي مرکز کې ښځینه روغتیایي کارکوونکې په دنده ګمارل شوې، خو هغه نه شي کولای چې دومره لوی نفوس ته چې ډېر یې مېرمنې دي صحي خدمات وړاندې کړي.»

هغه له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د هیلګل په روغتیایي مرکزونو کې دې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کړي او ښځینه روغتیایي کارکوونکې دې پر دندو وګوماري.

بلخوا د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وایي، په غازي‌اباد ولسوالۍ کې د یوه مجهز روغتیايي مرکز سربېره څلور نور فرعي روغتیایي مرکزونه فعال دي چې په ډېرو کې یې ښځینه روغتیایي کارکوونکي هم شته.

د دغه ریاست ویاند ایاز ساپي پژواک ته وویل: «موږ په هیلګل دره کې دوه روغتیایي مرکزونه لرو چې ښځینه روغتیایي کارکوونکې هم په‌ کې شته او دواړه مرکزونه د ۲۴ ساعتونو لپاره ولس ته خدمات وړاندې کوي.»

هغه زیاته کړه، هغه سیمې چې له روغتیایي مرکزونو لرې دي، هلته یې ګرځنده روغتیایي ډلې ګمارلې دي.

باید وویل شي چې یوازې غازي‌اباد ولسوالي نه ‌ده چې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي یې په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه روغتیاپالانو له نشتون شکایت کوي، بلکې د دغه ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې هم خلک له ورته ستونزو سره مخ دي.

Visits: 144

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.