د کونړ د هیلګل درې خلک په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټروانو له کمښته شکایت کوي
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ د هیلګل درې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سیمې په روغتیایي مرکز کې یې هیڅ ښځینه ډاکټره نشته چې له امله يې ځینې میرمنې د زیږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.


