Language

کونړ کې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

اسعداباد (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): کونړ کې سیمه‌ییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې زرو کسانو ته د پیسو په بدل کې د کار زمینه برابره شوه او له سلګونه راستنو شوو، بې‌وزلو او د طبیعي پېښو له امله زيانمنو شوو کورنیو سره مرسته وشوه.

د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې (FAO) د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو ضایعاتو مخنیوي په موخه د چک‌ډیمونو، لښتیو، ذخیرو او دېوالونو جوړیدو چارې پیل شوې چې ۱۰۰۰ ځایي اوسېدونکو ته به په کې د پیسو په بدل کې د کار زمینه برابره شي.

د کرنې ریاست د ډیزاین او براورد مسوول انجنیر ولي‌جان دانش پژواک خبري اژانس ته وویل، د ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو په ۱۷ بیلابیلو ساحو کې د سېلابونو تخریب او د باران اوبو ضایعاتو د مخنیوي په موخه دغه پروژې پلې کېږي.

هغه وویل: «د یادو کرنیزو پروژو په تطبیق سره به نه یوازې د لنډ وخت لپاره خلکو ته د کار زمینه برابره شي، بلکې ګڼې للمي ځمکې به هم خړوبې شي.»

هغه وایي هغه کسان چې په یاده پروژه کې کار کوي د ورځې پنځه ډالر مزد ورکول کېږي.

د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي مشر ولایت خان وایي، حکومت ته په کار ده چې دغه ولایت کې د بیارغونې او پرمختیایي پروژې پلې کړي څو خلکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ د ولس اړتیاوې هم پوره شي.

نوموړي وویل: «کونړ یو غرنی ولایت دی او ډېر ځله د اورښتونو او سېلابونو پرمهال زموږ ځمکې د تخریب له خطر سره مخ وي، که حکومت دغه ډول پروژې لا ډېرې کړي نو نه یوازې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی به وشي، بلکې ترڅنګ به یې زموږ للمي ځمکې هم خړوبې شي.»

بلخوا د کډوالو چارو او پېښو پر وړاندې د مبارزې رياستونو تر څارنې لاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) له خوا له ۱۱۲۷راستنو شوو، داخلي بې‌ځایه شوو، بې‌وزلو او د طبیعي پېښو زيانمنو کورنیو سره ۳،۱۵میليونه افغانيو نغدي او د ژمنيو جامو مرسته وشوه.

د کونړ د کډوالو چارو رییس مولوي میا ابراهیم د یادو مرستو د وېش پرمهال وویل، هرې کورنۍ ته ۱۳۶۵۰ افغانۍ، درې تختې کمپلې او ژمنۍ البسه ورکړل شوه چې پرمټ به یې تر ډېره شته ستونزې حل شي.

نوموړي له مرسته کوونکو ادارو د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې د اړمنو او بې‌وزلو کورنیو سره لا ډېرې مرستې وکړي.

Related Topics