د صحت طفل روغتون سرطبیب او ځینو ډاکټرانو د «د ماشومانو لپاره په بستهبندي شوو خوراکونو کې کیمیاوي رنګونه؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ» په عنوان د پژواک وروستی راپور د عامه پوهاوي کچې په لوړېدو او د یادو خوراکونو د پلور د مخنیوي لپاره د مسوولینو د پاملرنې جلبېدو کې اغېزناک ګام بللی دی.