Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، مسوولین د معلول ورور او خور د ستونزو حل په موخه د نیمروز «بای‌ناز» کلي ته لاړل

زرنج (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د پژواک د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې د نیمروز «بای‌ناز» کلي کې روغتیايي خدمتونو ته سخت لاسرسی د یوه خور او ورور د معلولیت لامل شوی، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس له یوه پلاوي سره له یادو معلولینو سره د مرستې لپاره دغه کلي ته سفر کړی دی.

پژواک خبري اژانس د روان کال د غويي په ۱۳مه د «د نیمروز بای‌ناز کلي کې لومړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی؛ له درد او کړاوه ډک ژوند» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ.

په یاد راپور کې، د یو ورور او خور (فایزه او سدیس) کیسه چې د پولیو واکسین نه ترلاسه کولو له امله په ماشومتوب کې پر پولیو اخته شوي، بیان شوې ده.

د ویلو ده چې پرون (چهارشنبه) د نیمروز د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي محمد فاتح له یوه پلاوي سره بای‌ناز کلي ته سفر کړی او د (فایزې او سدیس) له کورنۍ سره یې لیدلي دي.

مولوي محمد فاتح د یادې لیدنې په جریان کې، یادو معلولینو ته وویل چې ډېر ژر دې د نیمروز د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته مراجعه وکړي څو دوی ته د معلولیت کارت جوړ او له میاشتیني معاش څخه برخمن شي.

هغه دغه‌ راز ژمنه وکړه چې ډېر ژر به هغوی ته د ریاست له لوري یو – یو ویلچیر هم ورکړل شي.

ورته مهال، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست د مرستو د تنظیم عمومي مدیر حافظ رحمت شهیدزاده د پژواک خبریالې ته وویل: «موږ د پژواک له رسنې او خبریالې یې مننه کوو چې موږ یې په دغه لري سیمه کې له دوو معلولو ځوانانو خبر کړو. تراوسه مو په دغه کلي کې له داسې وضعیت څخه خبر نه درلود. نن د څېړنې لپاره راغلي یو او پرېکړه مو کړې چې دغه دوه معلولین په رسمي ډول ثبت کړو او میاشتنی معاش ورته وټاکو.»

هغه ټینګار وکړ چې رسنیو، په ځانګړي توګه پژواک خبري اژانس حکومت او مسوولو بنسټونو ته د خلکو غږ په رسولو کې مهم رول لوبولی او د هېواد په تر ټولو لرو سیمو کې د ستونزو پیداکولو په برخه کې یې صادقانه همکاري کړې ده.

سدیس او فایزې هم دا چې وروسته له دې کولای شي د حکومت په مرسته ښه ژوند او د درملنې او تګ راتګ لپاره غوره امکانات ولري، خوښي څرګنده کړه.

سدیس وویل: «موږ ډېر خوښ یو چې دولت موږ ته پاملرنه وکړه، د پژواک له خبریالې مننه کوو چې په دې لري کلي کې یې دولت راوستلو څو موږ سره مرسته وکړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.