Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۰۳ میلیون افغانیو په لګښت پنځو روغتیایي مرکزونو ته نوې معیاري ودانۍ جوړې کړې دي.
سیمهییز مسوولین وایي، هلمند کې د ۵.۹ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې او پنجشیر کې د څلور میلیون افغانیو په لګښت د ۲۱ روغتیایي مرکزونو چارې بشپړې شوې.
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ د مرکز او دوو ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې د څه باندې دوه میلیون افغانیو په لګښت د نريرنځ ناروغۍ د تشخیص څانګې فعالې شوې دي.
د اروزګان په درېیو ولسوالیو کې له درېیو روغتیایي مرکزونو سره د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې ده.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، لا هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې خلک یې هیڅ ډول روغتیایي خدماتو لاسرسی نهلري او زیاتوي چې باید لږ تر لږه ۳۷ نوي روغتیایي مرکزونو ورته جوړ شي.
د اروزګان د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د دغه ولایت له ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونو سره د ۸۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته شوې ده.
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د بامیان سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۶ میلیون افغانیو په ارزښت د ۲۴ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
هرات (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د هرات د چشت شریف ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له کمښت او د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP