Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه اوسپنيز کانکریټي پله د بیارغولو چارې بشپړې شوې.
د زابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې ۱۰۲ تاریخي سکې نیول شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د زابل په مرکز کلات کې د توري بند جوړولو پروژې چارې د ۱۲۷ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په زابل کې د څه باندې ۵۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو استنادي دېوالونو د جوړېدو خبر ورکوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یواېناېچسيار) وايي چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا زابل ولایت ته سفر کړی دی.
د زابل ولایتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت ښاري محکمې یو شمېر کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړه.
د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د مخکني ولسمشر محمداشرف غني د مرستیال ویاند دواخان مینهپال ورور نورالله مینهپال ژوند بایللی دی.
د زابل امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په ارهډ مانده سیمه کې پر ماشومانو یوه پخواني ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.
ستره محکمه وايي، د زابل ښاري محکمې دغه ولایت کې درېیو کسانو ته چې په غلا او لواطت تورن وو، تعزیري سزا ورکړې ده.
فراه (پژواک ۳۰ وږی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې په فراه او زابل ولایتونو کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د بیارغونې
ستره محکمه وایي چې په زابل ولایت کې د يوې ښځې په ګډون نهو کسانو ته د جزا د دیوان په حکم تعزیري سزا ورکړل شوه.
زابل کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې څلورو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP