په هرات کې د ورځې زرګونه قلمه درمل تولیدېږي
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس وايي چې له پاکستانه د درملو پر وارداتو له بندیز وروسته په دغه ولایت کې د درملجوړولو فابریکو تولید زیات شوی او اوس هره ورځ زرګونه قلمه درمل او لسګونه زره سیرومونه د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي.


