Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اریانا رحماني هغه مېرمن چې د زعفرانو د پروسس برخه کې یې روزنه لیدلې، وايي چې هرات کې د زعفرانو د پروسس مرکز جوړولو له لارې توانېدلې چې د ځانبسیاینې سربېره څه باندې ۶۰۰ نورو ښځو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
جوزجان ولایت کې یو شمېر بزګران، په ځانګړي ډول زعفرانکاران له حکومته غواړي چې د زعفرانو د کښت برخه د مسلکې روزنې زمینه ورته برابره کړي څو ډېر حاصلات ترلاسه کړي.
د فاریاب د کرنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د زعفرانو کښت له ډېرېدو خبر ورکوي خو وايي چې له ځینو ستونزو لکه د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار او د حکومت د ملاتړ له نشتوالي سره مخ دي.
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې او سږ کال یې د تېر په پرتله د حاصلاتو کچه هم لوړه ده.
د بلخ زعفرانو د تولید او پروسس کوونکو اتحادیې مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي چې د حاصلاتو کچه یې ۱،۵ ټنو ته رسېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړۍواله کچه لومړی مقام ګټلی دی.
هرات کې بهر ته د زعفرانو یوازېنۍ صادروونکې مېرمن له حکومته د ملاتړ او په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون لپاره د اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي او وایي که ملاتړ یې وشي، ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابرولای شي.
کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي، د پخوا په نسبت دغه ولایت کې د زعفرانو کښت او حاصلات ډېر شوي او له حکومته غوښتنه کوي چې په کور دننه او بهر بازار ورته پیدا کړي.
د بلخ کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۲۵ هکټار ځمکه زعفران کرل شوي خو د حاصلاتو کچه يې د تېر کال په پرتله نیمایي راکمه شوې ده.
هلمند کې د کرنې مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کرکیلې د ترویج لپاره هڅې چکوي.
. . .
کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۹): د افغانستان زعفرانو یو ځل بیا د ذایقې له نړیوال انسټیټوت څخه د درې ستوریزو سرو زرو لومړی مقام ترلاسه
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP