Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل ښار ځیني اوسېدونکي وايي چې خپله او د کورنۍ غړي یې د سترګو التهاب پر ناروغیو اخته شوي، بلخوا، ډاکټران د سترګو التهاب ساري ناروغي بولي او وايي چې د دې ناروغۍ د ځینو نښو لیدو په صورت کې دې ژره تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.
د فراه عامې روغتیا ریاست وايي چې په تېرو لسو ورځو کې په دغه ولایت کې د سترګو ۴۳۱ وړیا عملیات ترسره شوي دي.
د اروزګان د عامې روغتیا رییس وايي چې په دغه ولایت کې د یوه ماشوم له سترګو د ژړا پر مهال د اوښکو پر ځای وینه بهېږي.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست وايي چې ترکي ډاکټرانو د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ۳۱۰ کسانو د سترګو وړیا عملیات کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو زرګونه ناروغانو ته د وړیا خدمتونو وړاندې کولو په موخه په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې کمپونه جوړیږي.
د هلمند سیمهییز چارواکي وایي، د عامې روغتیا وزارت له لوري یو پنځه کسیزه روغتیایي ټیم ورغلی او د سترګو پر ناروغۍ د اخته پنځه زره کسانو وړیا درملنه کوي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت ته له کابله د سترګو متخصصینو یوه ډله ورغلې وه او د نږدې ۳۵۰۰ کسانو د سترګو وړیا درملنه يې کړې ده.
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته پرون د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په یوه کلي کې د سترګو لسګونو ناروغانو درملنه پيل شوه.
د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار په نور روغتون کې، د لېزر په وسیله د سترګو او د سترګو د پردې لرې کولو عملیاتو ترڅنګ، د سترګو د ځینو نورو پېچلو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP